ads

پاكستاني چارواكو سره د افغان طالبانو مذاكرات بې پايلې پای ته ورسېدل

پاكستاني چارواكو اعلان وكړ، چې افغان طالبانو د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو د بيا پيلولو په اړه له كومې ژمنې پرته اسلام اباد ته خپل سفر پاى ته ورساوه.

نویسنده: sarwan
30 مرغومی 1396
پاكستاني چارواكو سره د افغان طالبانو مذاكرات بې پايلې پای ته ورسېدل

پاكستاني چارواكو اعلان وكړ، چې افغان طالبانو د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو د بيا پيلولو په اړه له كومې ژمنې پرته اسلام اباد ته خپل سفر پاى ته ورساوه.

د پاكستان دوو استخباراتي چارواكو ويلي، په قطر كې د طالبانو د دفتر د رئيس صلاح الدين دلارو په ګډون درې كسيز طالب پلاوي له اسلام اباده د ليدنې په مهال له افغان دولت سره د خبرو لپاره كومه ژمنه و نه كړه.

د طالبانو مذاكره كوونكي د تېرې اونۍ په پيل كې اسلام اباد ته لاړل، ترڅو د سولې خبرو د بيا پيلولو او په افغانستان كې د ۱۶ كلنې جګړې د پاى ته رسولو په هدف له پاكستاني چارواكو سره وغږېږي.

د پاكستان استخباراتي چارواكي وايي، طالبان پر خپل پخواني دريځ ولاړ دي او غواړي مستقيماً له امريكا سره خبرې وكړي، نه د افغانستان له دولت سره.

له پاكستاني چارواكو سره د طالب پلاوي خبرې وروسته له هغې ترسره كېږي، چې امريكا اسلام اباد ته خپلې پوځي مرستې وځنډولې، ترڅو له ترهګرو خپل ملاتړ پاى ته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA