ads

ملي دفاع وزارت د ۵۹ وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۵۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
30 مرغومی 1396
ملي دفاع وزارت د ۵۹ وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۵۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۴۸ وسله وال مخالفين وژلي، ۱۱ تنه يې ټپيان كړي او درې تنه يې نيولي دي.

سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات په ننګرهار، غزني، لوګر، خوست، اروزګان، زابل، هرات،  فارياب، بغلان، کندوز، نيمروز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تصفيوي او ۱۲ ځانګړي کومانډويي عمليات د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې ترسره شوي، افغان هوايي ځواکونو ۹۲ پروازونه د ملي اردو ځواکونو د ملاتړ په هدف کړي او اته هوايي بريدونه د مخالفينو پر پټنځايونو شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA