ads

جمهوررئيس: هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، بايد هدف وګرځول شي

جمهوررئيس محمداشرف غني وايي، ۱۳۹۷ کال بايد په هېواد کې د سراسري حاکميت لپاره د عمل د ابتکار کال وي او هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، بايد هدف وګرځول شي او دښمن ته د تلپاتې پايګاه جوړولو فرصت برابر نه شي.

نویسنده: sarwan
30 مرغومی 1396
جمهوررئيس: هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، بايد هدف وګرځول شي

جمهوررئيس محمداشرف غني وايي، ۱۳۹۷ کال بايد په هېواد کې د سراسري حاکميت لپاره د عمل د ابتکار کال وي او هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، بايد هدف وګرځول شي او دښمن ته د تلپاتې پايګاه جوړولو فرصت برابر نه شي.

دا څرګندونې جمهور رييس پرون د ځانګړو عملياتو قول اردو او  د ياد بنسټ د فعاليتونو د څرنګوالي ليدنه کې وکړې.
نوموړي پر دې په ټينګار چې ځانګړي قطعات بايد د معيارونو مطابق پر ځانګړو موخو وکارول شي وويل، اساسي موخه داده چې له هغو پلانونو سره چې لرو يې، ټاکلې موخې ته چې د هېواد پر ټوله جغرافيه حاکميت دی ورسېږو او وتوانېږو په هېواد کې د سترو زېربنايي پروژو تطبيق  ته زمينه برابره کړو.

محمداشرف غني زياته کړه، ملي دفاع وزارت د جګړې د تغيير فورمول پيدا کړی او سږ کال د ځواکونو تلفات کم شوي او په راتلونکي کې بايد د تلفاتو شمېر نور هم راټيټ شي.

جمهوررئيس د هېواد زيربنايي پروژو ته د کمانډو ځواکونو د پاملرنې مننه وکړه ويې ويل، چې د افغانستان موقعيت بايد په ستره پانګه بدل شي او ټاپي، مزارشريف –هرات د اوسپنې پټلۍ او تر کار لاندې د اوبو بندونه مهمې او حياتي پروژې دي.

هغه زياته کړه، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د نوې ستراتېژۍ د اعلان دليل د افغانستان د حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ ترڅنګ د ځانګړو عملياتو قطعاتو  او د هېواد د ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه ده او له همدې کبله افغانستان په ښه وضعيت کې قرار لري.

جمهوررئيس غني دې ته په اشارې چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هر منسوب په شهادت سره خپل يو لاس له لاسه ورکوو، وويل، زما لارښوونه داده چې د شهيدانو کورنيو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه د ځانګړو قطعاتو په ځانګړي ډول د ننګرهار په اچين او کندز ولايت کې د هغوی د عملياتو مننه وکړه ويې ويل، د ځانګړو عملياتو قول اردو ځواکونو د لا ډېرې پياوړتياپه خاطر ټول لازم ترتيبات نيول شوي او په څو نورو اوونيو کې به د هوايي ځواکونو د پياوړتيا لپاره هم ځانکړي ترتيبات ونيول شي.

جمهوررئيس غني پر دې په ټينګار چې د کمانډو له نوم سره په دښمن لړزه راځي وويل، موږ ټول د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ چلند کوو، زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه ملي يووالي ته ژمن، د ملي يووالي تمثيلوونکي او د قانون پلي کوونکي دي، کوچني سياستونه زموږ په امنيتي او دفاعي قواوو کې ځاي نه لري.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA