د خوست ولايت امنيتي ځواکونه وايي، د دغه ولايت د موسی خېلو په ولسوالۍ کې يې د يوه موټر بم بريد مخنيوی کړی دی.
د خوست امنيه قومندان محمد داوود امين وايي، پوليسو هغه موټر نيولی او چاودنه يې ورکړې چې وسله والو طالبانو غوښتل ښار ته يې دننه کړي او هلته چاودنه ورکړي.
امين زياته کړه، په دې صرف موټر کې اته سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. نوموړي زياته کړه، په دې توکو کې د الوتکې يو بم هم ځای پر ځای شوی وو.
امنيتي چارواکي وايي، دغه موټر د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې برابر شوی وو.