ads

په اروزګان کې د خلکو پر مخ لارې تړل شوې دي

د اروزګان ولايت د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي، دولت او وسله والو طالبانو دواړو پرې لارې تړلې دي چې له کبله يې د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 مرغومی 1396
په اروزګان کې د خلکو پر مخ لارې تړل شوې دي

د اروزګان ولايت د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي، دولت او وسله والو طالبانو دواړو پرې لارې تړلې دي چې له کبله يې د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
دوی وايي له همدې کبله دوی خپل ناروغان پر وخت روغتون ته نه شي رسولای او پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي. دوی له دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې دغه لارې خلاصې کړي.
له بل لوري د ولايتي روغتون چارواکي هم وايي چې د لارې د بندېدو له کبله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د اروزګان ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخی وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې ورته داسې ناروغان ور وړل شوي دي چې ساعتونه مزل يې کړی دی او وضعيت يې ډېر خراب شوی دی.
له بل لوري د اروزګان والي محمد نذير خروټی وايي، د خلکو شکايتونه ور رسېدلي خو نوموړي په خبره لارې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي او دوی هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې بېرته پرانېزي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA