ads

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه تصويب کړه

ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تصويب کړه.

نویسنده: sarwan
27 مرغومی 1396
ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه تصويب کړه

ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تصويب کړه.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د بوديجې له تصويبه وړاندې ولسي جرګې ته وويل، چې دا بوديجه نړيوالو معيارونو ته په کتو برابره شوې او که تصويب شي نو د نړيوالو مرستو په جلب کې به ډېره مرسته وکړي.
له دې وړاندې د يادې جرګې له لوري د ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه د ولايتونو ترمنځ د توازن د نشتوالي له کبله رد شوې وه.
د۱۳۹۷ مالي کال ملي عادي بوديجه ۲۶۶  اعشاريه ۱ ميليارده افغانۍ ده او ۱۱۰ ميليارده افغانۍ يې پراختيايي بوديجه ده.
د دې بوديجې ۴۵ فيصده له داخلي عوايدو، ۵۲ فيصده يې له بهرنيو مرستو او پاتې درې فيصده يې د ماليې وزارت له لوري برابرېږي.
د اساسي قانون له مخې، په کابينه کې د بوديجې د وړانديز شوي پلان له تاييد وروسته لومړى دا بوديجه مشرانو جرګې او بيا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.
 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA