د ډونالډ ټرمپ مرستيال مايک پنس له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د بلخ د والي د سرنوشت په هکله ټيليفوني خبرې وکړې.
سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا د جمهوري رياست مرستيال مايک پنس پرون په ټيليفوني خبرو کې په بلخ کې د واک په سوله ييز لېږد ټينګار کړی او افغان حکومت يې له عطامحمد نور سره د خبرو له لارې د کړکېچ حل کولو ته هڅولی دی.
له سپينې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې خبرو سربېره د جنوبي اسيا لپاره د جمهور رئيس ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اثر په اړه او همدارنګه د افغانستان د عمومي امنيتي وضعيت په اړه هم دواړو مشرانو خبرې کړې دي.
افغان او امريکايي مشرانو د جنوبي اسيا په ځانگړې توگه د افغانستان لپاره د جمهور رئيس ټرمپ د ستراتيژۍ په موثريت خوښي څرگنده کړې ده.
د سپينې ماڼۍ خبرپاڼه زياتوي، د پنس تماس د جمهور رئيس غني او د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د هغه د مستقيمو خبرو دوام دی چې تېره مياشت په کابل کې وشوې.
د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال جمهور رئيس په دې ټيليفوني تماس کې په افغانستان کې د اصلاحاتو، هر اړخيزو سياسي اصلاحاتو او د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته د تياريو په هکله په هڅو ټينگار کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ