ads

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنو ځوانانو د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه.

نویسنده: sarwan
27 مرغومی 1396
د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنو ځوانانو د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه.
دا پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان په وخت تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار لس بجې پاى ته ورسېده.
لومړۍ توپوهنه افغان ۱۹ کلنو وکړه او سرېلانکا لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، چې سيالې لوبډلې هدف پوره نه شو کړی.
لوبه د باران له کبله يو څه وخت وځنډېده، خو د ( DL/ method) سيسټم له مخې لوبه ۳۸ اورونو ته راکمه شوه او د سرېلانکا ۱۹ کلنو لوبډلې ته يې په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکا لوبډلې په ۳۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وكړې او افغان لوبډلې لوبه د ۳۲ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو له ډلې په توپوهنه کې ابراهيم ځډران ۸۶ تر ټولو ډېرې منډې، دروېش رسولي ۶۳ او اکرام علي خېل ۵۵ منډې جوړې کړې.
او په توپ اچونه کې بيا د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي لوبډلمشر نوين الحق،۲ عظمت الله عمرزي او ۲ قيس احمد وسوځول.
افغان لوبډله به خپله درېيمه لوبه ايرلنډ سره ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې وركړې وه.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوې دي. دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ سره شامل دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA