ads

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ تنو سیمه ييزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په جوی بېګم سیمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.

نویسنده: sarwan
23 مرغومی 1396
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ تنو سیمه ييزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په جوی بېګم سیمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال محبوب الله سعیدي کلید ته وويل، چې په دې بريد کې د سيمه ييزو پوليسو پنځه تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.

سعیدي زیاته کړه، څه موده وړاندې افغان امنیتي ځواکونو جوی بېګم سيمه د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړه، خو تېره شپه طالبانو غوښتل چې  یو ځل بیا دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او زیاتوي، د تېرې شپې په برید کې یې ۹ تنه وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA