ads

كابل ښار كې د ځغاستې سيالۍ كې سلګونو ورزشكارانو ګډون وكړ

د لسګونو ورزشي كلبونو سلګونو ښځنه او نارينه ورزشكارانو د جمعې په ورځ په كابل ښار كې (د ښکلي کابل لپاره د ځغاستې سيالۍ) كې ګډون وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 مرغومی 1396
كابل ښار كې د ځغاستې سيالۍ كې سلګونو ورزشكارانو ګډون وكړ

د لسګونو ورزشي كلبونو سلګونو ښځينه او نارينه ورزشكارانو د جمعې په ورځ په كابل ښار كې (د ښکلي کابل لپاره د ځغاستې سيالۍ) كې ګډون وكړ.
د کابل ښاروالۍ د دويمې ناحيې مشر نجيب الله الکوزي، چې د دې سيالۍ د تنظيم مسووليت يې پر غاړه لاره، كليد سره خبرو كې د ښار پاکوالى، د تاوتريخوالي مخنيوى، په سمه توګه او د امن په فضا کې د تفريحي پروګرامونو پلي كول او ښاريانو ته د خوښۍ وربښل د دې سيالۍ له لويو هدفونو څخه ياد کړل.
نوموړي وويل، د دغې سيالۍ لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونكو ته بېلابېلې جايزې وركړل شوې.
د کابل ښار اوسېدونکي دا ډول سيالۍ ستايي او هيله من دي، ترڅو په دې كار سره د ښار پاكولو ته د خلكو پاملرنه زياته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA