216
۲۲ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

لغمان كې هوايي بريد څلور وسله وال وژلي

په لغمان كې د هوايي بريد له كبله د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې پرون ماسپښين د الينګار په استقامت د حيدر غر په سيمه کې افغان هوايي ځواک د مخالفينو پر يو پټنځاى هوايي بريد کړى دى.
سرچينې زياته كړې، چې په دې هوايي بريد كې څلور مخالفين وژل شوي او يوه دهشکه يې هم له منځه تللې ده.
د سرچينې په خبره، د وسله والو مخالفينو دغه ګروپ په ياده سيمه کې له حاکمې نقطې څخه په ګټې اخيستنې وخت ناوخت د افغان امنيتي ځواکونو ځينې پوستې تر تهديد لاندې راوستې او له دهشکې څخه په استفادې به يې پر ځينو پوستو انداختونه کول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *