47
۲۲ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د ملي دفاع وزارت د ۷۶ وسله والو د وژلو ادعا وكړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۷۶ وسله والو د وژلو خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال د طالبانو د درېيو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ۷۶ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۴ شكمن كسان يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات په ننګرهار، لغمان، نورستان، غزني، اروزګان، هرات، نيمروز، فارياب او جوزجان ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه تصفيوي او شپږ ځانګړي کومانډويي عمليات د هېواد په اتو ولايتونو کې ترسره شوي، افغان هوايي ځواکونو ۹۳ پروازونه د ملي اردو ځواکونو د ملاتړ په هدف کړي او اته هوايي بريدونه د مخالفينو پر پټنځايونو شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *