49
۲۲ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئيس غني ته وړاندې کړ

د غوراوي کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوه کمبود غړي د معرفۍ په اړه خپل کاري راپور جمهور رئيس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.
په هغه کتنه کې، چې په همدې هدف تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه، لومړى د غوراوي کمېټې رئيس جاوېد رشيدي خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د رشيدي له قوله راغلي، چې يادې کمېټې د يوناما، رسنيو او مدني ټولنې د استازو په حضور کې خپل کار په شفافيت او استقلاليت ترسره کړ.
نوموړي زياته کړه، د غوراوي کمېټې د ۱۳۹۶ لمريز کال د مرغومي مياشتې په اوومه نېټه د خپل کار له رسمي پيل او د اطلاعيې له صادرولو وروسته د غوښتنليکونو ۸۸ فورمې ترلاسه كړې، چې په پايله کې يې ۵۷ كانديدانو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړيتوب لپاره خپل اسناد دارالانشاء ته وسپارل.
رشيدي وويل، د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته په شرايطو برابر درې تنه سيد حفيظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځى وطندوست، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړيتوب لپاره يې تر ټولو مناسب او لوړ معيارونه پوره کړي وو، جمهور رئيس ته معرفي شول. وروسته جمهور رئيس غني وويل، د ملي يووالي حکومت رهبري به د افغانستان ملت ته د خپل تعهد مطابق ژر د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شوو درې واړو كانديدانو سره مصاحبې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوه کمبود غړي د معرفۍ په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *