222
۲۲ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: نصرت الله تسل

خوست كې د كارغانو ناڅاپي مړينې خلك اندېښمن كړي

له دوو اونيو راهيسې په خوست کې د کارغانو ناڅاپي مړينې عام خلک او روغتيايي مسوولين اندېښمن کړي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت پلاوي خوست ته د سفر په مهال وويل، له معايناتو وروسته يې معلومه کړې، چې انفلوينزا يا د والګي ناروغي د کارغانو د مړينې سبب شوې او له خلکو د پاملرنې غوښتنه کوي.
د ياد وزارت د حيواني او مالدارۍ برخې عمومي رئيس جهانګير مياخېل وايي، د لنډې مودې لپاره به د خوست د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له اجازې پرته نه د دغه ولايت دننه او نه هم له نورو ولايتونو سره د چرګانو لېږد رالېږد كېږي.
بلخوا د خوست د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سميع الله نصرت وويل، د والګي ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره يې کار پيل کړى او ډاډ ورکوي، چې تراوسه دغه ميکروب غوښنو چرګانو ته نه دى انتقال شوى.
د خوست د عامې روغتيا رياست معلومات ښيي، په روانې مرغومي مياشت كې يې له دوه زرو زيات تنفسي ناروغان معاينه کړي، چې د والګي ناروغۍ نښې په کې نه دي ليدل شوې.
روغتيا پالان ټينګار لري، چې مړه كېدونكي مرغان دې ژر تر ژره وسوځول او يا هم دفن كړاى شي.
سرچينه له خلکو غواړي، چې د تنفسي ناروغيو د پيدا کېدو په وخت دې ژر تر ژره روغتون ته لاړ شي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *