ads

پکتيا کې د عملياتو پرمهال ۱۴ وسله وال طالبانو وژل شوي

په پکتيا کې امنيتي ځواکونو ۱۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

نویسنده: sarwan
21 مرغومی 1396
پکتيا کې د عملياتو پرمهال ۱۴ وسله وال طالبانو وژل شوي

په پکتيا کې امنيتي ځواکونو ۱۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ولايت په جانيخېلو ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي او څو عراده وسايط يې له منځه تللي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو قومندان سرکی هم شامل دی.

د سرچينې په خبره، ترسره شوي عمليات د جانيخېلو ولسوالۍ په تانګې سيمه کې شوي، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA