ads

پاکستان کې د مېشتو افغان كډوالو په اړه غونډه وشوه

په داسې حال كې، چې پاكستان په خپله خاوره كې مېشتو افغان كډوالو ته د وتلو لپاره يوه مياشت وخت وركړى، د ملي يووالي حكومت د وزيرانو شورا په چوکاټ ‌کې د کورنيو بې ځايه شوو او راستنېدونکو فرعي کمېټې په دغه هېواد كې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه غونډه وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 مرغومی 1396
پاکستان کې د مېشتو افغان كډوالو په اړه غونډه وشوه

په داسې حال كې، چې پاكستان په خپله خاوره كې مېشتو افغان كډوالو ته د وتلو لپاره يوه مياشت وخت وركړى، د ملي يووالي حكومت د وزيرانو شورا په چوکاټ ‌کې د کورنيو بې ځايه شوو او راستنېدونکو فرعي کمېټې په دغه هېواد كې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه غونډه وكړه.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا غونډه پرون ماسپښين په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټولو اړوندو کورنيو او بهرنيو مسوولو ادارو او بنسټونو په ګډون وشوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې پاكستان د افغان كډوالو په اړه د تېرو ژمنو خلاف عمل كړى دى.
نوموړي زياته كړه، دوى او اړوندو نړيوالو ادارو له پاکستاني مسوولينو سره د افغان کډوالو د اخراج او نوي يو مياشتني ضرب الاجل په اړه خبرې کړي او پر دې کار روان دى، چې د کډوالو بېرته راتګ په جبري توګه ونه اوسي.
په ورته وخت كې اجرائيه عبدالله عبدالله وويل، افغاني ادارې او نړيوال همکاران دې يې په ګډه کار وکړي، ترڅو د کډوالو مسايل د سياسي بحثونو او تبليغاتي هڅو قرباني نه شي او په دې برخه کې شوې درې اړخيزې هوكړې عملي شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA