ads

د اېمرجنسي روغتون ادارې ته د علامه سيد جمال الدين افغان دولتي نښان ورکړل شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ كې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د اېمرجنسي روغتون ادارې ته د علامه سيد جمال الدين افغان دولتي نښان ورکړ او د افتخاري ستاينليكونو په ورکولو سره يې د دې روغتون د ۱۱ منسوبينو د کړنو قدرداني وکړه.

نویسنده: sarwan
19 مرغومی 1396

په دې اړه د جمهور رئيس په فرمان كې راغلي، په افغانستان کې د اېمرجنسي روغتون ادارې او روغتيايي مرکزونو په سختو شرايطو کې افغانانو سره مرسته کړې، په ځانګړي ډول په کابل او لښکرګاه ښارونو کې د اېمرجنسي روغتون منسوبينو د بېړنيو او ترهګريزو پېښو د ټپيانو په لېږدونه، د لومړنيو مرستو په رسولو او درملنه کې د قدر وړ خدمتونه کړي او خپلې اړوندې دندې يې په بشپړ اخلاص، رښتينولۍ او بريا ترسره کړې دي.

د نښان او افتخاري ستاينليكونو له ورکړې وروسته جمهور رئيس غني وويل، تېر کال يې لارښوونه کړې وه، چې له ملي بوديجې دې اېمرجنسي روغتونونو سره همکاري وشي، خو سږ کال د عامې روغتيا وزارت ته لارښوونه کوي، چې دوامداره همکاري ولري.

بلخوا په کابل کې د ايټاليا سفير رابرتو کانټون وايي، په افغانستان کې د اېمرجنسي روغتون خدمتونه له دغه هېواد سره د ايټاليا د مرستو او همکارۍ د ژمنې ښکارندويي کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA