130
۱۹ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

پاکستان کې د داعش ډلې فعاليتونه زيات شوي

په پاکستان کې د سولې مطالعاتي مرکز خپل كلنى راپور خپور كړى، چې په كې هلته د داعش ډلې د فعاليتونو د زياتوالي خبره شوې ده.

په راپور كې راغلي، چې د داعش ډلې فعاليتونو په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد جگړه لا نوره پېچلې کړې ده.

د سرچينې په وينا، په ٢٠١٧ کال کې په دغه هېواد كې ٣٧٠ بريدونه شوي، چې له كبله يې ٨١٥ کسان وژل شوي او له ١٧٠٠ نه زيات ټپيان دي.

د سولې مطالعاتي مرکز وايي، په بلوچستان او سند ايالتونو كې د داعشيانو د شتون خبرونه د خطر د زياتېدو نښه ده.

د دغه مركز د كلني راپور پر بنسټ، داعش ډلې تېر كال په پاكستان كې د شپږو لويو بريدونو مسووليت منلى، چې په كې ١٥٣ تنه، چې زياتره يې ملکيان وو، ووژل شول.

د يادونې وړ ده، چې په دې هېواد كې د چين د دوو اتباعو د وژلو مسووليت هم د داعش ډلې منلى و.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *