په فراه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري د اوو برمته شوو كسانو د پيدا او خوشې كولو هڅې پيل شوې دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، دغه کسان د شنبې په ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په کَنِسک سيمه کې د طالبانو له لوري کښته كړاى شوي او نامعلوم ځاى ته لېږدول شوي دي.
د مهري په وينا، د بالابلوک ولسوالۍ له قومي مشرانو سره يې خبرې پيل کړي، ترڅو د تښتول شوو كسانو ځاى او برخليك معلوم كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ