296
۱۶ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: حسيب الله نوري

د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوی

په هغو څیړنو کې چې کلید ګروپ د هېواد په پنځو لویو ولایتونو کې ترسره کړې دي، لیدل کېږي چې په تېرو درېیو کلونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی.
له خبریالانو د ملاتړ ټولنو چارواکي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په شمېر کې د کموالي عوامل ناامني، کډوالي، ناوړه دودونه، سنتي ټولنه، د عامه پوهاوي کمښت، د سواد د کچې ټیټوالی، د مالي امکاناتو کمښت، له مېرمنو سره تبعیضي چلند او نور په ګوته کوي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د چارواکو په خبره؛ په تېرو درېيو کلونو کې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر له څه باندې دوه زره کسانو څخه، ۱۷ سوه کسانو ته راټیټ شوی چې په ښکاره ډول د ملي یووالي حکومت په دوران کې د ښځینه خبریالانو د فعالیتونو د کمېدو ښکارندویي کوي.

له بل لوري هغه معلومات چې د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ له کلید سره شریک کړي؛ په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر له هغه کم دی چې له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې له لوري له کلید سره شریک شوي دي.

د دغه معلوماتو له مخې له ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ په ۲۳ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو شمېر ۱۰۳۷ تنه ښوولی چې له دغه ډلې یوازې ۴۸۴ مېرمنې په مسلکي او پاتې یې په غیرمسلکي برخو کې دندې ترسره کوي.

که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د ښځینه خبریالانو دقیقې شمېرې نه لري، خو د دغه وزارت مسوولین د خبریالانو د ملاتړ ټولنو دا خبرې نه مني او وایي د ملي یووالي حکومت مېرمنو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د خبریالۍ په برخه کې هم د کار زمینې زیاتې شوې دي چې پروموټ پروګرام یې یوه ښه بیلګه کېدای شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره خبریالان فعالیت لري چې د دغه شمېر یوازې ۱۴ په سلو کې يې مېرمنې جوړوي.
پاتې دې نه وي چې د افغانستان د خبریالانو له ملي ټولنې سره تر دې مهاله یوازې ۴سوه ښځینه خبریالانې غړیتوب لري.

د فعالیتونو د کمېدو علتونه

که څه هم افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې د رسنیو په برخه کې د زیاتو پرمختګونو شاهد دی، خو لا هم ښځینه خبریالانې په دې برخه کې د یو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې چارواکي وایي، په تېرو کلونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور زیات و، خو په دې وروستیو کې یې حضور کم شوی دی. د دغه ادارې اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وایي: ((په هغه سروې کې چې په ۲۰۱۷ کال کې نی ترسره کړې ده، لیدل کیږي چې د ښځینه خبریالانو شمېر له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې له ۲زره څخه ۱۷سوه کسانو ته راټیټ شوی.))

د نوموړي په خبره، په هېواد کې روان بد امنیتي وضعیت او ځینې نور عوامل د دې سبب شوي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور را کم کړي: ((په دې وروستیو وختونو کې یو شمېر رسنۍ وتړل شوې، امنیتي ګواښونه موجود دي، خلک کډوالۍ ته اړ شول، حکومت په ښه توګه د خبریالانو امنیت تامین نه شو کړای. دا او داسې نور عوامل دي چې له کبله يې په دې وروستیو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه په رسنیو کې کم شوي دي.))
خلوتګر زياته کړه، دا مهال په افغانستان کې ۱۲زره خبریالان فعالیت کوي چې له دې ډلې یوازې ۱۷سوه یې ښځینه خبریالانې دي.

له بل لوري، د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ چارواکي هم په هېواد کې ناوړه امنیتي وضعیت او ټولنیزې ستونزې د ښځینه خبریالانو د کارونو په وړاندې لوی خنډ په ګوته کوي. د دغه بنسټ مشره فریده نیکزاد وایي: ((په هېواد کې ناوړه امنیتي وضعیت، ټولنیزې ستونزې، له ښځو سره تبعیضي چلند، په کاري چاپیریال کې د ښځو ځورونه او نور هغه عوامل دي چې په رسنیو کې یې د ښځینه خبریالانو شمېر راټيټ کړی دی.))

د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې مسوولین هم په هېواد کې روان بد امنیتي وضعیت په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کمېدو اصلي عامل په ګوته کوي. د دغه اتحاديې اجرايوي مشر فهیم دشتي وایي: ((په هېواد کې روان بد امنیتي وضعیت د دې سبب شوی، چې یو شمېر ښځینه خبریالانې په رسنیو کې له دندو لاس په سر کړي.))

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند هم په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالی، سنتي ټولنه، ناوړه دودونه، د عامه پوهاوي او د سواد کچې کمښت هغه عوامل بولي چې له کبله يې د ښځینه خبریالانو ونډه په رسنیو کې کمه شوې ده.

 ګواښونه

افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي. د بې پولې خبریالانو د هغه راپور له مخې چې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر په ۱۹مه نېټه یې خپور کړ، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ درېيم خطرناک هېواد ګڼل شوی.

د دغه راپور د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د دوو خبريالانو په ګډون د رسنیو ۹ کارکوونکي وژل شوي دي. په راپور کې سوریه، مکسيکو، افغانستان، عراق او فلپین هېوادونه په ترتیب سره د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه بلل شوي دي.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ په روان میلادي کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیو د برخې ۱۰ فعالانې وژل شوې چې دغه شمېر په تیر میلادي کال کې ۵ تنه ښودل شوی و.

‎مریم ثنا په هرات ولایت کې د هغه خبریالانو له ډلې ده چې د امنیتي ګواښونو له کبله یې دنده پرېښې. نوموړې په هرات ولایت کې له یوې رسنۍ سره دنده درلوده چې د ټلېفون له لارې ورته ګواښ وشو: ((د ګواښونو په اړه مې خپل شکایت له هېڅ ادارې سره نه دی شریک کړی، ځکه که ستونزې له کومې ادارې سره شريکې هم شي، په تړاو يې اقدام نه کېږي.)) ثنا زیاتوي، حکومت یوازې شعارونه ورکوي، په عمل کې یې کوم څه نه دي کړي: ((یوازې طرحې جوړېږي، خو په عمل کې کوم څه نه تر سترګو کیږي.))

راضیه کریمي هم په هرات ولایت کې د خبریالۍ دنده لرله. نوموړې په کاري چاپیریال کې د ستونزو د شتون له کبله اړ شوې، چې دنده پرېږدي: ((کاري چاپیریال مناسب نه و، مدیرانو هغه څه غوښتل چې د دوی د خوښې مطابق به وو، زه له یو شمېر نورو نجونو سره یوې رسنۍ ته د کار د زده‌کړې لپاره ور پیژندل شوې وم، مدیر به موږ یوه یوه د خبرو کولو په پلمه خپل اتاق ته ورغوښتو او د دروازې د تړلو به یې راته ویل، موږ د ویرې له کبله دروازه نه شوای تړلای، که به مو د دروازې له تړلو انکار وکړ، مدیر به راته ویل چې ځه هېڅ کار مې درسره نه درلود.)) راضیه کریمي هغه ادارې ته چې دوی یې د کاري زده‌کړې لپاره یادې رسنۍ ته معرفي کړې وې، شکایت کوي او نوموړې اداره یې بلې رسنۍ ته د کار د زده‌کړې لپاره ور پیژني.
نوموړې هم وایي، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او یا هم کومې حکومتي ادارې ته یې ځکه شکایت نه دی کړی چې څوک دغه ډول ستونزو ته د رسیدنې لپاره کار نه کوي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي بیا وایي، دغه وزارت تل هڅه کړې چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي. د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي: ((د رسنیو عالي شورا جوړه شوې، د رسنیو د تخطي کمسیون جوړ شوی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې د څیړنو لپاره څارنوالۍ ته استول شوې دي او دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې حکومت د خبریالانو ملاتړ کوي.))

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحاديي د چارواکو په خبره، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په ټوليز ډول د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زر پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې د ۱۷۰ پېښو په اړه څیړنې روانې دي: ((د لنډمهاله ادارې له رامنځته کېدو راهيسې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زر پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۷۰ پېښې یې د زیاتو څېړنو لپاره عدلي او کشفي ادارو ته سپارل شوې دي، چې چارې یې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.)) د نوموړي په خبره، د روان کال د چنګاښ له میاشتې راهیسې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰ نوې پېښې ثبت شوې دي: ((اوس د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي رامنځته کېدونکې پېښې په خپل وخت د څیړنو لپاره استول کېږي او د پخوا په شان د پېښو په څېړنو کې ځنډ نه رامنځته کېږي.))

د ګواښونو د مخنیوي لارې

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه يا نی وايي، که حکومت غواړي چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د شته ګواښونو په راکمولو کې مرسته وکړي، لازمه ده چې د دوی د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي. د دغه ټولنې اجرايوي مشر عبدالمجیب خلوتګر وایي: ((که حکومت رښتیا هم غواړي چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې شته ستونزې هوارې شي نو د دوی د مشکلاتو حل ته دې لومړیتوب ورکړي، په دې سره به ښځینه خبریالانې ډاډمنې شي، چې د دوی په وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره حکومت په رښتيني ډول مرسته کوي.))

نوموړی په حکومت غږ کوي چې په هېواد کې د شرایطو مطابق پالیسي ګانې جوړې او له دې لارې د ښځینه خبریالانو د ستونزو لپاره حل لارې ومومي: ((حکومت ته لازمه ده چې د افغانستان د شرایطو مطابق کړنلارې جوړې کړي، هغه تګلارې چې کټ مټ له بهرنیو هېوادونو کاپي شوې دي او اوس مهال يې د ښځو چارو وزارت او نور حکومتي بنسټونه کاروي، په افغاني ټولنه کې د چلښت وړ نه دي.))

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرایوي مشر فهیم دشتي د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو د راکمېدو په تړاو وایي: ((که خبریالان او نور اړوند بنسټونه د ژورنالیزم د موازینو مطابق خپلې چارې مخته یوسي، د خبریالانو په وړاندې شته ستونزې به په ډېره ښه توګه حل شي.))

کابل

دا مهال په کابل ښار کې نيږدې ۸ سوه مېرمنې له رسنیو سره په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي. له ښحینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ د معلوماتو له مخې کابل، هرات او بلخ په ترتیب سره هغه ولایتونه دي چې د ښځينه خبريالانو فعالیتونه پکې زيات دي.

د دغه بنسټ مشره فریده نیکزاد وایي: ((دا مهال په کابل ښار کې ۷۹۳ مېرمنې له رسنیو سره په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي.))
د دغه بنسټ د معلوماتو په اساس، د ښځینه خبریالانو لویه برخه په موبي ګروپ او ملي ټلوېزیون کې په دندو بوختې دي: ((موبي ګروپ ۱۵۰، ملي راډيو ټلویزیون ۱۴۰، اریانا ګروپ ۵۵، مېرمن ټلوېزیون۵۴، بانو راډيو ټلوېزیون ۵۰، کلید ګروپ ۴۰، شمشاد راډیو ټلوېزیون ۴۰ او په خورشید ټلوېزیون کې هم ۳۸ ښځينه خبريالانې په دندو بوختې دي.))

کابل په وروستیو کې د افغان خبریالانو لپاره تر نورو ولایتونو خطرناک بلل شوی. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې کابل په وروستیو کې د خبريالانو لپاره ډېر خطرناک شوی دی.
د دغه ادارې اجرايوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وایي: ((په دې وروستیو کې په کابل ښار کې نامعلوم کسان پیدا شوي چې خبریالان وهي، ډبوي او ګواښي.))خلوتګر وایي، له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه تل له خبریالانو سره ملاتړي دي، خو یو شمېر خبریالان خپله نه غواړي چې د دوی په وړاندې د شوي تاوتریخوالي پېښې دې وڅیړل شي: ((خبریالان وېره لري چې د دوی په وړاندې د شوي تاوتریخوالي د پېښو د څیړلو په وخت کې به له دوی سره بیا هم تاوتریخوالی کېږي، له همدې کبله نه غواړي چې د دوی قضیې دې وڅېړل شي.))

بلخ

د کابل ولایت تر څنګ بلخ ولایت هم د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ډېری ښځينه خبريالانې پکې په کار بوختې دي. په دغه ولایت کې نيږدې ۶۰ رسنۍ فعالې دي چې د کارکوونکو نيږدې ۳۰ په سلو کې يې مېرمنې تشکیلوي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وایي: ((په مزار شریف کې شاوخوا ۳۰ چاپي او ۱۵ راډیویي او ۱۵ ټلوېزیوني رسنۍ فعالې دي چې په دغه رسنیو کې له ۲۵ تر ۳۰  په سلو کې مېرمنې کار کوي.))

په بلخ کې د رسنیو د برخې فعالان وایي، په دې وروستیو کلونو کې د رسنیو په برخه کې د پروژو کموالی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو نه څېړل هغه څه دي چې په دغه ولایت کې یې د ښځینه خبریالانو په فعالیتونو کې کمښت راوستی دی. په دغه ولایت کې د پیکان میډیا رییس وحید اوریا وایي: ((مخکې کلونو کې د رسنیو په برخه کې پروژې زیاتې وې، خو په دې وروستیو کې پروژې کمې شوې دي او د رسنیو په برخه کې د ښځینه خبریالانو علاقه هم د ځینو ستونزو له کبله کمه شوې ده.))

نوموړی وایي، له دې وړاندې د دوی په رسنۍ کې شاوخوا ۲۰ مېرمنې په دندو بوختې وې چې اوس دغه شمېره د اقتصادي ستونزو له کبله را ټیټه شوې ده: ((اوس زموږ په رسنۍ کې یوازې ۱۱ مېرمنې په دندو بوختې دي، تر دې وړاندې له موږ سره ۴۵ تنه په دندو بوخت وو چې ۲۰تنه یې مېرمنې وې.))

په دغه ولایت کې د لحظې راډیویي شبکې رییس فهیم حقبین په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د فعالیتونو د کمېدو علت د اقتصادي ستونزو تر څنګ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو نه څیړل په ګوته کوي او وایي: ((دولت تر اوسه نه دی توانیدلی چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یو کم شمېر دوسیې وڅېړي.))

په همدې حال کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د خبریالانو د مصونیت کمیټې مشر بشیر انصاري وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې ۱۳ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي: ((په دغه پېښو کې نارینه او ښځینه خبریالان دواړه شامل دي.)) د نوموړي په خبره دغه خبریالان د ټلېفون او ټولنیزو رسنیو له لارې ګواښل شوي، چې یو شمېر قضیې تر څیړنو لاندې دي.

د انصاري په خبره، په بلخ ولایت کې دا مهال نږدې ۱۰۰ ښځینه خبریالانې له بېلابېلو رسنیو سره، په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي: ((په رسنیو کې د ښحینه خبریالانو شمېر تل د بدلون په حال کې وي، خو په تقریبي ډول ویلای شو چې په دغه ولایت کې د هغه مېرمنو شمېر چې له رسنیو سره په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي، نيږدې سلو کسانو ته رسېږي.))

 هرات

له بل لوري هرات هم د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ډېر شمېر ښځينه خبريالانې پکې په دندو بوختې دي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې د يو شمېر هغو نجونو په ګډون چې نوی عملي کار زده کوي، نيږدې سل ښځینه کارکوونکې له رسنیو سره په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو د برخې مشر نور احمد کریمي وایي، په هرات ولایت کې د رسنیو وضعیت هیله بښونکی دی او په ډېرو ادارو کې مېرمنې د رسنیو د مديريت په برخه کې ټاکل شوې دي: ((مېرمنو ته په دغه ولایت کې د رسنیو مشرۍ ور سپارل شوې دي او دا کار د دې ښکارندویي کوي چې په هرات ولایت کې د ښځینه خبریالانو وضعیت ښه دی او حکومت ورته پاملرنه کوي.))

خو په دغه ولایت کې یو شمېر خبریالان حکومت او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه بیا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې په نه همکارۍ تورنوي او وایي حکومت یوازې شعارونه ورکوي او په عمل کې یې هیڅ هم نه دي کړي.

مریم ثنا چې پخوا یې د هرات په ولایت کې د خبریالۍ دنده درلوده وایي: ((په حکومت کې یوازې طرحې جوړیږي، په عمل کې کوم څه نه تر سترګو کیږي.)) خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بیا وایي، خبریالان خپله نه غواړي چې د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي رامنځته شوې پېښې ثبت کړي: ((خبريالان وېرېږي چې که چېرې دوی له کومې ادارې سره شکايت ثبت کړي يا يې دوسيه وڅېړل شي، ښايي بيا له تاوتريخوالي سره مخ شي، له همدې کبله دوی نه غواړي قضيې يې وڅېړل شي.)) نوموړی زیاتوي حکومت ژمن دی چې د خبریالانو په وړاندې رامنځته شوې پېښې وڅېړي.

کندهار

د نورو ولایتونو تر څنګ په کندهار کې یوازې ۱۴ ښځینه خبریالانې له رسنیو سره په رسمي ډول په دندو بوختې دي. په دغه ولایت کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر سمیع الله غیرت مل وایي: ((په کندهار ولایت کې یو شمېر فرهنګي محدودیتونه او د کاري مناسب چاپیریال نشتون د دې سبب شوی چې مېرمنې له رسنیو سره دندو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي.)) د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې داسې خبریالانې نشته چې په مستقیم ډول د کوم شخص او یا ډلې له لوري ګواښ شوې وي، څو دنده پرېږدي: ((مېرمنې ډېری په دفترونو کې دننه کار کوي او بهر ته په راپورونو پسې نه ځي، له همدې کبله ګواښونه ورته نه کېږي.))

د غیرت مل په خبره، دا مهال په کندهار ولایت کې کم شمېر خبریالانې په دندو بوختې دي: ((په کندهار کې د ۱۴ په شاوخوا کې مېرمنې په رسمي او ۶ مېرمنې په غیر رسمي ډول له رسنیو سره په دندو بوختې دي.))

میراجان همدم چې په دغه ولایت کې د زما راډیو مسوول مدیر دی وايي، په رسنیو کې اقتصادي مشکلات، کورنۍ ستونزې او یو شمېر نور فرهنګي مشکلات د دې سبب شوي دي چې د ښځینه خبریالانو شمېر را ټیټ کړي: ((زموږ سره یوازې دوه ښځینه خبریالانې په دندو بوختې دي چې د ځینو فرهنګي محدودیتونو او کورنیو ستونزو له کبله دغه دوه کسانې هم تغیر او تبدیل شوې دي.))

منیب احمد سپیڅلی په دغه ولایت کې یو خبریال دی. نوموړی وايي، په کندهار ولایت کې شاوخوا دوه سوه خبریالان فعالیت لري چې له دې ډلې یوازې ۱۵ یې ښځینه خبریالانې تشکیلوي: ((د کرزي په وخت کې د خبریالانو شمېره زیاته وه، خو اوس د اقتصادي مشکلاتو له کبله په دغه شمېر کې کموالی راغلی دی او خبریالانو نورو دندو ته مخه کړې ده.)) د نوموړي په خبره په کندهار ولایت کې د خبریالانو په وړاندې کومه خاصه ستونزه نشته: ((که خبریالان د ژورنالیزم د اصولو مطابق حرکت وکړي، د دوی په وړاندې کومه ستونزه نشته.))

په افغانستان کې داسې مهال د خبريالانو پر وړاندې له ستونزو خبرې کېږي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د نوي سياسي نظام تر ټولو ستره لاسته راوړنه د رسنیو ډېرښت او د بيان ازادي بلل کېږي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *