1017
۱۶ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: مرکه کوونکی: روح الله سروان

حبیب الله رفيع: زما د برياليتوب راز، زما په مينه، علاقه او عشق کې دی

په دې ګڼه کې زموږ همکار روح الله سروان د افغانستان له سترې ادبي او فرهنګي څېرې، لیکوال، شاعر او څېړونکي استاد حبیب الله رفيع سره د زړه خواله کړي دي چې تاسو درانه لوستونکي يې لوستو ته رابولو:

سروان: استاده! که په لومړيو کې د کلید مجلې لوستونکو ته ځان ور وپېژنئ؟

رفيع: لومړی د مجلې لوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم، نوم مې حبيب الله دی، رفيع تخلص کوم، د نصرالله خان زوی، په ۱۳۲۴ کال کې د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ابدرې په کلي کې زېږېدلی يم. بيا کابل ته راغلی يم. په ديني مدرسو کې مې زده کړې کړې دي. په ۱۳۴۰ کال کې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې د عرفان او پوهنې مجلو په مديريت کې د رسمي او مسلکي مامور په توګه په دنده وګمارل شوم او له هغې وروسته مې د هېواد په ګڼو علمي موسسو کې کار کړی دی.

سروان: استاده! څه وخت مو ليکلو ته مخه کړه، لومړۍ ليکنه مو شعر و که نثر؟

رفيع: له ليکلو سره مې له ماشومتوبه مينه وه. په ځانګړې توګه له ولسي سندرو او کتابي شعرونو سره. ولسي سندرې ځکه ماته مهمې وې، چې زه په کلي کې زېږېدلی او لوی شوی وم، زموږ په کلي کې د ولسي سندرو بازار ډېر تود وو. ماشومانو به په لوبو کې سندرې ويلې، ميندو به د ماشومانو د ويده کولو لپاره د اللو سندرې ويلې. لويانو سندرې درلودې. په اتڼ کې به سندرې ويل کېدې. نو پر دې بنسټ زه له ډېر ماشومتوبه له شعر او شاعرۍ سره اشنا شوی يم او بيا مې چې وروسته درسونه وويل، له کتابي شعرونو سره اشنا شوم او ومې لیکل. دوې خويندې مې وې، هغوی به راته زاړه کتابونه لوستل، د رحمان بابا شعرونه يې راته لوستل، د هغه ديوان به يې راته لوسته، د يوسف او زليخا کيسه او داسې نور. نو په  دې اساس زه له شعر سره لومړی اشنا شوی يم. او بيا وروسته مې په دوولس او ديارلس کلنۍ کې عربي کتابونه ولوستل او د هغو ژباړه به مې کوله، هم په شعر او هم په نثر.  له ۱۳۴۰ کال وروسته چې کله د پوهنې په وزارت کې مامور وټاکل شوم، څېړنې مې هم پيل کړې؛ چې د څېړنو زياته برخه مې د فلکلور په تړاو ده او له هغې وروسته بيا تاريخ ټولنې ته لاړم  او په دې برخه کې مې څېړنې پيل کړې. په ۱۳۴۲ کال کې مې يو راډيويي پروګرام درلوده، چې په دې پروګرام کې به مې له کليوالو سره خواله کول او د هغوی له خولې مې کليوالې سندرې او نور مطالب اورېدل، ما د ښه کليوالي ژوند لپاره هغه څه چې لازم وو، د مطالبو په شکل په راډیو کې وړاندې کول.

سروان: استاده! تر اوسه مو څومره کتابونه چاپ شوي او څومره ناچاپ پاتې دي؟

رفېع: د چاپ اثارو شمېر مې له شاوخوا ۱۲۰ اوښتی چې په کې تخليقي اثار او نور ادبي اثار هم شته، همدارنګه يونلکیونه هم شته او ورسره شاوخوا له ۲۰ تر ۲۵ پورې ناچاپ اثار لرم.

سروان: روحي سکون انسان په شعر کې احساسولی شي او که په نثر کې؟

‍‍‍ رفيع: دا د ذوق خبره ده، د چا له شعر سره ډېره مينه وي او د چا له داستان سره ډېره مينه وي، خو تاسو پوهېږﺉ، داستان يو ځانګړی جوړښت لري او په داستان کې تلوسه وي او دغه تلوسه سړی ورکش کوي، تاسو وګورﺉ يوه واړه ماشوم ته چې يو داستان ولولئ د هغه ډېر ژر پام ور اوړي او غوږ ورته نيسي. نو په دې اساس زه فکر کوم له شعره د داستان کشش ډېر دی او بيا هم وايم چې دا ذوق پورې تړلې خبره ده، ځينې شعر ډېر خوښوي او ځينې داستان.

سروان: استاده! هغه څه وو چې له تاسو يې حبیب الله رفیع جوړ کړ؟

رفيع: زما مينې او علاقې، ما مې له خپل کار سره له ماشومتوبه علاقه درلوده، د مينې تر حده د عشق تر حده  پورې. زه په خپل کار مين يم او زما کار د رسمي وخت تابع نه دی، چې زه لاړ شم دفتر ته او کار وکړم؛ زما کار زما له ژوند سره مل دی. ډېر وخت داسې شوي، چې د شپې دوه بجې له خوبه راپورته شوی يم او يوه موضوع مې ذهن ته راغلې او هغه مې په ډېره خوږه ژبه ليکلې، ځکه چې په دې وخت کې مې ورته ډېره توجه وي. که خلاصه يې کړم، زما د برياليتوب راز زما په مينه، علاقه او عشق کې دی.

سروان: داسې کوم کار شته چې تاسو نه وي ترسره کړی او هغه مو يوه ستره هيله وي؟

رفيع: په نړۍ کې هېڅکله د انسان هیلې نه پوره کېږي. زما د کار په ساحه کې ډېر څه شته، چې بايد ترسره شي خو فکر کوم ښايي هغه زما په ژوند کې ترسره نه شي.

سروان: له اوسنۍ پرمختللې او که ووايم برېښنايي نړۍ سره څنګه ياست؟

رفيع: ځينې کسان راته وايي، ايمېل دې راکړه، زه ورته وايم، چې زه د شلمې پېړۍ سړی يم، يوازې يو ټليفون لرم او بس. ما سره د شلمې پېړۍ په اړيکي وسايلو وغږېږه. نور نو د مجازي نړۍ په پرمختګ کې له بده مرغه زما سترګې هم راسره همکاري نه کوي او زما عمر هم.

سروان: استاده! تر دې مهاله مو څومره ستاينلیکونه او ايوارډونه ترلاسه کړي دي؟

رفيع: وخت نا وخت د پښتو ادب مينانو نازولی يم، زما د ژوند شل کاله په پېښور کې تېر شوي او هلته ځينو موسسو ماته اېوارډونه راکړي دي، په کوټه کې يې هم راکړي دي. په افغانستان کې دولت هم نازولی يم، نښانونه، مډالونه او نور ستاينليکونه هم راکړل شوي دي او يوه لويه زېرمه ترې جوړه شوې ده.

سروان: لوبې مو خوښېږي؟

رفیع: زه ډېر وخت په ماشومتوب کې په فکر کولو کې بوخت وم. لوبې مې خوښېدې خو د نورو؛ زه به ورته ناست وم او ما به د هغوی په لوبه فکر کاوه، چې کله کله به مې په هغو لوبو ليکنې کولې. هو داسې هم ده ما خپله ماشومتوب کې لوبه کوله، خو هغه لوبه له اوسنيو لوبو سره بېخي توپير لري. موږ به خپل توپونه د غواګانو له پت نه جوړول، يو شی مو ورته جوړاوه، هغه دا چې د غواګانو د وېښتو لاندې يو ډول نور ويښته دي، هغه به مو را ايستل او هغه به مو په تودو اوبو کې اچول او ډېر به مو تاو کړل او بلاخره به يو کلک توپ ورڅخه جوړ شو او بيا به مو په دې توپ لوبه کوله. نورې وړې وړې لوبې مې هم کړې دي، خو ډېر وخت مې د لوبې په نندارې تېر شوی او د لوبو په اړه مې فکر کړی دی.

سروان: استاده! موږ او تاسو په خپلو ټولنو کې خپلو مېرمنو ته خپل نوم نه اخلو، د دې علت په څه کې دی او ولې موږ هغوی په خپل نوم نه يادوو؟

رفیع: له بده مرغه دا يو ناسم دود دی، لکه څنګه چې ښځه ستر ده، بايد نوم يې هم ستر اوسي. له ځينو خلکو سره داسې فکر دی که نه خو په عمومي ټولنه کې داسې نه ده. په عمومي ټولنه کې  ښځه په نامه يادېږي او لور ته هم خپل نوم اخيستل کېږي. البته ځينې ځانګړې کړۍ په دې برخه کې فشار اچوي چې بايد ښځو ته نوم وانه خيستل شي. دا هم غلطه ده، ځکه په اسلام کې د ښځو نومونه بند نه وو. د حضرت محمد (ص) د ټولو مېرمنو نومونه شته او ورته اخيستل شوي دي. په اسلام کې له ښځو ډېر حديثونه روايت شوي، له بي بي عايشې ډېر حديثونه روايت شوي دي. نو په دې اساس نه له اسلامي نظره د ښځو په نوم بنديز دی او نه هم له ملي نظره.

سروان: ډېر کله د ښځو د تعليم په اړه خبرې کوو، په بېلابېلو ټلوېزيونونو کې مو په دې اړه بحثونه کړي، چې بايد په ښځو تعليم وکړو، ستاسو په کورنۍ کې ښځو تعليم کړی او که نه؟

رفيع: زما کورنۍ دوه ډوله ده، یوه هغه کليواله کورنۍ ده، چې په  هغو کې چا رسمي تعليم نه دی کړی، خو مخکې مې وويل، چې زما دوه خويندې وې او هغوی به ماته کتابونه لوستل او خپلو اولادونو کې څلور لوڼې لرم دوه ځامن، چې ټولو لوړې زده کړې دي.

سروان: داسې ويل کېږي چې تاسو دوه ودونه کړي؟

رفيع: نه! ما دوه ودونه نه دي کړي، يوه مېرمن مې ده، هغه دري ژبې ده او هغه هم يو تصادف و، چې ما بايد واده ورسره کړی وای. په افغانستان کې دا خبرې تر څلوېښتو کلونو وړاندې نه وې. په افغانستان کې ملي وحدت و، د ا د ژبو  توپير وروسته را پيدا شوی دی. نو په دې اساس د پښتنو له دري ژبو سره او دري ژبو له پښتنو سره ودونه کول. دا يو ښه راز دی او زه د افغانستان د ملي وحدت په بقا کې همدا راز وينم، چې پښتانه او تاجک سره يو پاتې شي. ډېرو خلکو هڅه وکړه، چې تاجک او پښتانه سره وجنګوي خو دوی ونه جنګېدل، ځکه چې د دوی کورنۍ سره شريکې وې.

سروان: استاده! ستاسو په اولادونو کې داسې کوم اولاد هم شته، چې ستاسو لار يې تعقيب کړې وي؟

رفېع: له بده مرغه زما اولادونه په داسې وخت کې رالوی شول، چې په افغانستان کې جګړې پيل شوې، حالات غير عادي شول، زه مجبور شوم، چې هېواد پرېږدم او لاړ شم. نو په دې اساس يوازې دومره مې وکړل چې تعليم وکړي او له تعليمه بې برخې پاتې نه شي. خو زما لاره لکه څنګه چې بايد وي هسې ونه شو، خو ما سره يې تل په دې برخه کې همکاري کړې ده.

سروان: استاده! تاسو خو په کاناډا کې هم ژوند کړی، د هغه ځای ژوند ښه و او که د خپل هېواد ژوند؟

رفېع: زه خو د دې ځای له ژونده راضي يم او زه په بل ځای کې ژوند نه شم کولای. په کاناډا کې ما يوازې يو ځل اووه مياشتې تېرې کړي او بيا راغلی يم، له هغه وروسته چې کله تللی يم له دوو مياشتو مې ډېر وخت نه دی تېر کړی.

سروان: استاده! که يو څوک وغواړي ستاسو په لاره لاړ شي، هغه ته څه کول په کار دي؟

رفیع: دا د ذوق خبره ده، ما مخکې هم وويل، چې ما له خپل کار سره د مينې او عشق تر حده علاقه درلوده. نو که يو څوک له ادب، تحقيق او له دې لارې سره علاقه ولري، هغه د عشق او مينې له لارې ورتللی شي.

سروان: ډېره زياته مننه استاد چې کليد ته مو وخت راکړ.

رفېع: زه غواړم د کليد په اړه يو څو خبرې وکړم. زه وياړم، چې د کليد مجلې له پيله تر اوسه همکار پاتې شوی يم. کلونه وړاندې چې کلید مجلې تازه په خپرونو پیل کړی و، د چهارشنبې په ورځ به ما تر سهاره لوستله، ځکه هغه وخت زموږ ډېری افغان لیکوال یا له ایران او يا هم له پاکستان افغانستان ته راستانه شوي وو، هغوی چې له ایرانه راستانه شوي وو، پر ژبه يې د ایراني فارسي اغېز وو او هغوی چې له پېښور راستانه شوي وو، پر ژبه يې د پېښورۍ پښتو اغېز وو، نو ما به دا ليکنې لیدلې او په سوچه افغاني دري او سوچه افغاني پښتو به مې چاپ ته چمتو کولې. هغه وخت د ښوونځیو کتابونه نه وو، همدا کلید مجله به ښوونځيو ته تلله او زده کوونکو به سوچه افغاني پښتو او سوچه افغاني دري په سکې لوستله. نو زه که څه هم هغه وخت ډېر ستړی کېدم خو وياړم چې اوس دا دی کلید مجلې خپله لاره موندلې او زموږ له همکارۍ پرته هم خورا ښې خپرونې لري.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *