په پېرو هېواد كې د ټرافيكي پېښې له كبله ۴۸ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
رپوټونه وايي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
د رپوټونو له مخې، يو بس موټر، چې ۵۸ تنه په كې سپاره وو، له سړکه وتلى او سيند ته غورځېدلى دى.
د پېرو حکومتي چارواکو پر پېښې خواشيني څرګنده کړې او په وينا يې، په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.