ads

پکتیکا كې کروندګرو ته ۵۰ شنې خونې وركړل شوې

په پکتیکا ولایت کې د سې شنبې په ورځ د کرنې ریاست په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP ) له لوري کروند ګرو ته ۵۰ شنې خونې ورکړل شوې.
دغه راز د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لوري پنځه د اوبو ډنډونه او پنځه کشمش خونې یا د ممیزو د ساتنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 مرغومی 1396
پکتیکا كې کروندګرو ته ۵۰ شنې خونې وركړل شوې

په پکتیکا ولایت کې د سې شنبې په ورځ د کرنې ریاست په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP ) له لوري کروندګرو ته ۵۰ شنې خونې ورکړل شوې.
دغه راز د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لوري پنځه د اوبو ډنډونه او پنځه کشمش خونې یا د ممیزو د ساتنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام (NHLP ) مشر محمد ریاض کټوازی وایي چې شنې خونې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اړتیا له مخې کروند ګرو ته ورکړل شوې.
د ده په خبره، د شنو خونو ټولیز لګښت یو اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ، د ډنډونو لګښت درې میلیونه افغانۍ او د کشمش خونو ټول لګښت دولس لکه څلوېښت زره افغانۍ دی.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې د شنو خونو د ارزښت او ګټو په تړاو کروندګرو او د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
وحدت وویل، د شنو خونو په فعالېدو سره به کروندګر وتوانېږي چې بازار ته په هر وخت کې هر ډول شنې سبزۍ وړاندې کړي او خلک به وکولای شي هر مهال بېلابېل ډوله سبزیو ته لاسرسی پیدا کړي.
بل لور ته کروندګر خوښ دي چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کې ورسره د شنو خونو مرستې کېږي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکی محمد رضا وایي، هڅه به وکړي، چې له ورکړل شوو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې خپل کرنیز محصولات زیات کړي.
د پکیتکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکی محمد الهي د NHLP موسسې له لوري په ورته جوړې شوې ممیز خونې خوښې ښيي او وايي، چې له دې وړاندې به یې نیږدې نیمايي ممیز خرابېدل، خو اوس به یې د ممیزو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د یادونې ده چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري تر دې وړاندې هم د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۱۰ باغونه چې لس ډوله مېوه لرونکي نیالګي لري، بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA