ads

په افغانستان کې یوه‌نیمه لسیزه جنایتونه

په افغانستان کې یوه‌نیمه لسیزه جنایتونه په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمسیون، د انتقالي عدالت ډله او د مدني ټولنې مسووین وایي، د روانې جګړې ټولې هغه خواوې چې په دغه هېواد کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري، د جنګي جنایتکارانو په توګه د محاکمې وړ دي. خو د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 مرغومی 1396
په افغانستان کې یوه‌نیمه لسیزه جنایتونه

په افغانستان کې یوه‌نیمه لسیزه جنایتونه
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمسیون، د انتقالي عدالت ډله او د مدني ټولنې مسووین وایي، د روانې جګړې ټولې هغه خواوې چې په دغه هېواد کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري، د جنګي جنایتکارانو په توګه د محاکمې وړ دي. خو د جنګي جرمونو د پېښو لیستله هیڅ مدني، بشري او عدالت غوښتونکي بنسټ سره نشته دی.
کلیدګروپ دا ځل په هېواد کې د لنډمهاله حکومتله رامنځ‌ ته کېدو څخه تر ننه پورې په روانه جګړه کې د ښکېلو غاړو له جرمونو پرده پورته کړې او داسې موارد یې موندلي چې ښيي د جګړې لوريو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
هغه اسناد او شواهد چې کلیدګروپ ترلاسه کړي، په ګوته کوي چې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو ترڅنګ افغان او بهرنیو ځواکونو هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. بېلګې ښيي چېپه دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په نتیجه کېشاوخوا ۲۰تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، په کندوز ولایت کې د بې‌پولې ډاکترانو پر روغتون د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې تر پنځوسو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د وزیرمحمداکبرخان په سیمه کې د فاینسټ په نوم پر یوه سوپر مارکیټ د ځانمرګيبرید په نتیجه کې ۱۶تنو مرګ ژوبله واوښته. د دغه برید مسوولیت حزب اسلامي ډلې منلی وو، هغه مهال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند له حکومت سره نه و یوځای شوی. په ۱۳۹۱لمریز کال کې طالبانود پغمان ولسوالۍ د قرغې په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ هوټل په نښه کړ. په دغه برید کې ۱۵تنه ملکي وګړي ووژل شول. دې ته ورته په لسګونه نورې پېښې هم شته چې یادونه به یې د خبرو د اوږدېدو لامل شي؛ نو په همدې څو ټکو بسنه کېږي.
کلیدګروپ د خپلو څېړنو په ترڅ کې د پورتنیو پېښو د یو شمېر قربانیانو کورنۍ وموندلې او له هغوی سره یې مرکې وکړې. دغه مرکې ثابتوي چې اکثریت وژل شوي کسان ملکیان دي او له پوځي لوریو سره هېڅ تړاو نه لري.
د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د موندنو له مخې هرکال په افغانستان کې شاوخوا ۱۱زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې یوه لویه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.
د بهرنیو ځواکونو بریدونه
اسناد او شواهد ښيي چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د یوه برخه جنګي جنایتونو مسوول دي. دوی ډېر کله په لوی لاس ملکي اهداف په نښه او له منځه وړي دي. د ۲۰۰۲میلادي کال د جولای په لومړی نېټه امریکایي ځواکونو په روزګان ولایت کې د واده په مراسمو بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۴۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
همدارنګه د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوامبر په ۶مه، امریکایي ځواکونو د کندهار ولایت په شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کې د واده مراسم نښه وګرځول، په دغه برید کې د ۲۳تنه ماشومانو د ناوې او زوم په ګډون ټول ټال ۴۰تنه ووژل شول.
د ۲۰۱۵ میلاديکال د اکتوبر په ۳مه امریکایي ځواکونو په کندوز ولایت کې د بې‌پولې ډاکترانو پر روغتون هوایي برید وکړ چې په کې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه برید په کور دننه او دباندې غبرګونونه وزېږول او ان د امریکا د هغه وخت جمهوررئیس بارک اوباما بښنه وغوښته.په کندوز کې د بې‌پولې ډاکترانو د روغتون موظف ډاکتر جو ان لیو، ویلې و چې د برید پر وخت په روغتون کې۱۰۵تنه ناروغان بستري وو.
هغه مهال د بې‎پولې ډاکترانو سازمان عمومي مدیر کرستوفر ستاکسپه کندوز کې د دغه سازمان له روغتون څخه د لیدنې پرمهالویلي وو چې پر دغه روغتون د امریکايي ځواکونو برید یو قصدي عمل دی او باید جنګي جنایت وبلل شي.

د افغان ځواکونو بریدونه
د افغانستان په روانه جګړه کې پر بهرنیو ځواکونو سربېره افغان ځواکونه هم د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن دي.افغان ځواکونو د ۱۳۹۶لمریز کال د وږي په ۷مه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د تخت‌اباد په سیمه کې هوايي برید وکړ چې ۱۶تنه ملکي وګړي په کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
په لویدیځه حوزه کې د کلیدګروپ تحقیقي خبریال د دغې پېښې له قربانیانو سره له نږدې کتلې او مرکې یې کړې دي.
د تخت‌اباد کلياوسېدونکې زرغونې چې په دغه پېښه کې یې د خپلې کورنۍ ۱۱تنه غړي له لاسه ورکړي، وايي چې طیارو دوه دورې ووهلې، د دوی او د ګاوندي پر کور یې بمونه وغورځول.تر دې وروسته زرغونه او د کورنۍ غړي یې کوڅې ته وځي، خو طیارې یې هلته هم نښه ګرځوي. نوموړې په ژړغوني انداز وايي: ((زما مور، دوه خویندې، زوی، دوه خوریونه، د کاکا لور، د کاکا نږور، د کاکا لمسی او پنځه تنهګاونډیان ووژل شول.)) زرغونه پخپله د کورنۍ له څو نورو غړو سره په دغه پېښه کې ټپیان کېږي:(( زما ټپونه ډېر ژور وو، ډاکټران راته وايي چې پښه دې باید پرې کړو.)) زغورنه زیاتوي چې د ټپي کېدو پرمهال یې ماشوم هم په خېټه وو چې زیان یې کړ.
ضیاګل د زرغونې خواښې وايي چې حکومت ړوند دی، او د دوی پرکور یې د حملې پرمهال د طالبانو په نوم ښځې او ماشومان ووژل: (( دلته طالبان نه وو، دلته یې ښځې او ماشومان د طالبانو په ټس کې ووژل.))ضیاګل زیاتوي چې د دوی تر کورونو ډېر لرې طالبان ځالې لري، هم حکومت او هم خلک پرې خبر دي، خو دولتي طیارو د طالبانو د پټنځایونو پرځای د دوی کور په نښه کړ: (( جګړه هم نه وه چې سړی ووايي، دوی دې تېروتي وي.))د پېښې پرمهال د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته ویلي وو چې په دغه برید کې ۱۸تنه طالب جنګیالي وژل شوي. بل لور ته د کورنیو چارو وزارت د افغان ځواکونو له لوري عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو علت د طالبانو له لوري له ملکي سیمو او ځایونو څخه استفاده او د هغوی له لوري د ملکیانو سپر کول ګني.

د طالبانو بریدونه
د بهرنیو او افغان ځواکونو ترڅنګ طالبان هم په پراخو جنګي جنایتونو تورن دي. دوی ته ګوته نیول کېږي چې تر ډېره ملکي وګړي او تاسیسات سپر کوي او په ځانمرګو او د سړک غاړې په چاودنو کې عام خلک وژني.
طالبانو د ۱۳۹۱لمریز کال د چنګاښ په ۲مه د پغمان ولسوالۍ د قرغې په تفریحي سیمه کې په یوه هوټل ډله‌ییزبرید وکړ. په دغه حمله کې ۱۵تنه ملکي وګړي ووژل شول. عیني شاهدانو تر برید وروسته رسنیو ته ویلي وو چې په هوټل کې د خوښۍ مراسم وو. بریدکوونکي ۵تنه وو او تر ۱۲ساعتونو مقاومت وروسته امنیتي ځواکونو ووژل.طالبانو هم د دغه بريد پړه منلې وه او دعوه یې کوله چې په عیاشۍ اخته یو شمېر افغانان او بهرنیان یې وژلي دي.
د سپوږمۍ هوټل د خدمتګار فدامحمد مور اوس هم د هغه په وېر ناسته ده. نوموړې وايي، دا په دې لټه کې وه چې زوی ته ناوې راولي، خو زوی یې دغه ارمان ګور ته له ځانه سره یوړ. فدامحمد د مرګ په شپو ورځو کې ۲۰کلن او په ۱۲ټولګي کې یې درس وايي او له بدې ورځې او خراب اقتصادي وضعیت له کبله یې په سپوږمۍ هوټل کې خدمت کاوه.همایون د سپوږمۍ هوټل بل خدمتګار دی چې په پېښه کې وژل شوی. دغه زلمی ۱۸کلن وو، د هغه یوه خپلوانه شهناز وايي: (( همایون هڅه کړې وه چې له بریدګرو ځان وژغوري، خو هغوی مهلت ورنه کړ او ویې‌واژه.))عاقل‌شاه د قرغې پېښې بل قرباني دی، هغه ۲۷کلن وو، واده یې کړی، درې زامن او دوه لوڼې یې درلودې. د عاقل‌شاه پلارعبدالله‌شاه وایي: ((عاقل‌شاه له خپلو همکارانو سره قرغې ته تللی و، خو د طالبانو په برید کې له خپلو ملګرو سره په شهادت ورسېد.)) عبدالله‌شاه وايي، زوی یې د نورم او ستندرد ادارې کارکوونکی و.

مبهم بریدونه
د بهرنیو ځواکونو، افغان حکومت او طالبانو تر څنګ حزب اسلامي هم په یو شمېر بریدونو کې په جنګي جنایتونو تورن دی.د ۱۳۸۹لمریز کال د سلواغې په ۹ نېټه هغه برید چې د وزیر محمداکبرخان په ۱۵سړک کې د فاینسټ په نوم پر یوه سوپر مارکیټ وشو، ۹تنه په کې ووژل شول او ۷تنه نور ټپیان شول. هغه مهال د یاد برید مسوولیت د حزب اسلام ډلې چې له حکومت سره نه وه یوځای شوې پر غاړه واخست او ادعا یې کړې وه چې د بلک واټر بهرنۍ کمپنۍ کارکوونکي یېپه نښه کړي دي. بل لورته د دغې پېښې مسوولیت طالبانو هم پر غاړه اخستی وو. خو د دغسې بریدونو او حملو ترڅنګ موږ د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د داسې ځانمرګو بریدونو او چادونو شاهدان هم یو چې یوې ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی. د بېلګې په توګه په کابل کې د شاه‌شهید او په پکتیکا ولایت کې د یحیی‌خیلو ولسوالۍ له بریدونو یادونه کولای شو.

جنګي جنایات کوم او جنایتکاران څوک دي؟
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسیون، د انتقالي عدالت ډلهاو د افغانستان د مدني ټولنې یا مجما مسوولین وايي: ټول هغه بریدونه چې په هغو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، جنګي جنایتونه او ترسره کوونکي یې جنګي جنایتکاران دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمسیون ویاند بلال صدیقي وايي: ((موږ د جنګي جنایتونو له‌پاره کوم مشخص تعریف نه‌لرو، خو ټول هغه بریدونه چې په هغو کې ملکي کسان وژل کیږي، دا یو جنګي جنایت دی.)) صدیقي وايي، تناسب، تفکیک او احتیاط د جنګ درې مهم اصله دي او ټولې ښکېلې جنګي غاړې یې باید په پام کې ونیسي:((هغه لوري چې دا ټکي په نظر کې نه‌نیسي د جنګ له اصولو سرغړونه ګڼل کیږي او دا جنایت ته لاره اواروي.)) د صدیقي په خبره د افغانستان په روانه جګړه کې طالبان، بهرني او افغان ځواکونه ټول په جرمونو تورن دي. نوموړی زیاتوي، په تېر کال کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر په پرتله درې چنده لوړه شوې وه: ((موږ په هغه وخت کې غږ پورته کړ او له بهرنیو ځواکونو مو وغوښتل چې د خپلو هوایي بریدونو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.)) د صدیقي د معلوماتو له مخې هرکال په افغانستان کې شاوخوا ۱۱زره ملکي وګړو ته د طالبانو، افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري مرګ ژوبله اوړي.صدیقي وایي، له اسیرانو او بندیانو سره د جنګ د ښکېلو غاړو بد او ناوړه چلند هم د جنګي جرمونه بېلګه ده چې د جګړې ټول لوري پرې تورن دي: ((له اسیرانو او بندیانو سره د جنګ ښکېلو غاړو داسې چال چلند کړی چې په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي.)) صدیقي وايي، ان په زندانونو کې هم موږ د دغسې بد چال چلند شاهدان یو.
په ورته وخت کې د انتقالي عدالت د بنسټ مسوولین تاییدوي چې د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېلو غاړو داسې جرمونه ترسره کړي چې په جنګي جنایتونو کې حسابېږي.
د دغه بنسټ ویاند احمدشاه ستانکزی هم بلال صدیقي ته ورته لیدلوری لري او وایي: ((ټول هغه کسان چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري، که د هرې ډلې غړي وي، جنګي مجرمین دي.))د افغانستان د مدني ټولنو شبکې یا مجما مسوولین هم د افغان جګړې ښکېلې غاړې په جنګي جنایتونو تورنوي. د دغې شبکې مشر عزیز رفیعي وایي: ((د جنګ ټولې غاړې په جنګي جرمونو کې ښکلې دي، موږ هیله‌مند یو چې دوی به په روانه جګړه کې نړیوال قواعد په نظر کې ونیسي.))

د جنګي جنایتونو د پېښو نوملړ
که څه هم په هېواد کې د بشري حقونو خپلواک کمسیون، د انتقالي عدالت غوښتونکې ډلې او د افغانستان د مدني ټولنو شبکې مسوولین د جنګ ټولې هغه خواوې چې په روانه جګړه کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړلې ده، جنګي مجرمین بولي خو لا هم له هیڅ یوه بنسټ سره د جنګي جنایتونو د پېښو نوملړ نه شته.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون ویاند وایي، موږ تر اوسه په افغانستان کې د جنګي جرمونو له‌پاره مشخص تعریف نه لرو چې له مخې یې جنګي جنایتونه وپېژندل شي: ((موږ سره ټول هغه بریدونه ثبت دي چې په هغو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې کوم یو یې جنګي جرم او کوم یو یې جنګي جنایت نه دی، دغه تفکیک ملي او بهرني عدلي او قضایي بنسټونه کوي.))
په ورته وخت کې د انتقالي عدالت ډلې مسوولین وايي، دوی د ټولو هغو پېښو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې په هغو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.خو دا ډله هم د جنګي جنایتونو لیست نه لري. د دغې ډلې ویاند احمدشاه ستانکزی وایي: ((یو لیست د شکایتونو په ډول جوړ شوی دی، خو په هغه کې تر اوسه دا ثابته نه ده چې کومې پېښې جنګي جرمونه دي او کومې نه دي او د دغه لیست جوړول وخت ته اړتیا لري.))
ستانکزی بې له دې چې چاته اشاره ولري، وايي، په جنګي جنایتونو ځینې تورن کسان په حکومت کې نفوذ لري او له همدې کبله سخته ده چې دا لیستونه دې ژر او په لنډ وخت کې بشپړ شي.
خو د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې چارواکي بیا وايي، ټولې هغه ډلې چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري بایدد جنګي جنایتکارانو په لیست کې شاملې شي. د دغې شبکې مشر عزیز رفیعي همدا خبره کوي: ((د ملکي وګړو وژنه جنایت دی، دا که هر څوک تر سره کوي، دوی جنګي جنکایتکاران دي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA