ads

ننګرهار كې مېرمنو ته ۱۵۰ شنې خونې جوړېږي

د ننګرهار په څلورو ولسواليو كې به مېرمنو ته د سبزيجاتو ۱۵۰ شنې خونې جوړې شي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا شنې خونې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په هڅو په سرخرود، بهسود، کامې او دره نور ولسواليو کې جوړېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 مرغومی 1396
ننګرهار كې مېرمنو ته ۱۵۰ شنې خونې جوړېږي

د ننګرهار په څلورو ولسواليو كې به مېرمنو ته د سبزيجاتو ۱۵۰ شنې خونې جوړې شي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا شنې خونې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په هڅو په سرخرود، بهسود، کامې او دره نور ولسواليو کې جوړېږي.
سرچينه وايي، دا پروژه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له مخې پر مخ وړل کېږي، چې څلور ميليونه، شپږ لکه او پنځوس زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د معلوماتو پر بنسټ، د دغو شنو خونو په جوړېدو سره به د غير موسمي فصلونو کښت او توليد زيات شي، چې له لارې به يې د ګڼو بې وسه مېرمنو اقتصاد پياوړى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA