ads

اروزګان كې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

په اروزګان كې پرون مازديګر ناوخته د لومړي ځل لپاره د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دې ولايت د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوى د لوبو د پيل په مهال وويل، چې دا سيالۍ د اتو الف لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي او ۱۸ ورځې به دوام ولري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 مرغومی 1396
اروزګان كې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

په اروزګان كې پرون مازديګر ناوخته د لومړي ځل لپاره د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دې ولايت د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوى د لوبو د پيل په مهال وويل، چې دا سيالۍ د اتو الف لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي او ۱۸ ورځې به دوام ولري.
د نوموړي په وينا، هغه لوبډله، چې په دغو لوبو کې لومړى مقام خپل کړي، د يو کال لپاره به د ولايت په کچه تر ټولو غوره لوبډله وي او د اروزګان په استازيتوب به د نورو ولايتونو په لوبو كې برخه اخلي.
د فوټبال لوبغاړي د دغو سياليو په ترسره كولو خوښ دي، خو د لوبغالي د خرابوالي له کبله شکايت کوي او وايي، چې اوسنى ځاى د لوبو لپاره مناسب نه دى.
په اروزګان كې په دې وروستيو كې ورزش ته د مسوولينو پاملرنه زياته شوې او په تېرو څو ورځو كې په دې ولايت كې د فوټبال او واليبال ټورنمنټونه ترسره شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA