ads

نی: ۲۰۱۷م کال افغانستان کې ۱۴خبريالان وژل شوي

له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې يا نی په يوه تازه راپور کې وويل، چې سږ ۲۰۱۷ ميلادي کال د خبريالانو لپاره دويم خونړی کال وو، چې په دغه کال کې ۱۴ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
7 مرغومی 1396
نی: ۲۰۱۷م کال افغانستان کې ۱۴خبريالان وژل شوي

له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې يا نی په يوه تازه راپور کې وويل، چې سږ ۲۰۱۷ ميلادي کال د خبريالانو لپاره دويم خونړی کال وو، چې په دغه کال کې ۱۴ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.

د نی ادارې اجرايوي رييس عبدالمجيب خلوتګر نن د دې راپور د خپرولو پر مهال په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په دې موده کې د ۲۳ خبريالانو د ټپي کېدو،۲۱ د وهلو ډبولو ،۶۹ د ګواښ او سپکاوي او ۱۴ د بندي کولو او د ازادۍ د اخيستلو قضييې هم ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، په تازه راپور کې يې موندلي، چې ۶۲ دغه پېښې د ملي يووالي حکومت او په داخل د حکومت کې د ښکېلو کسانو پورې اړه لري.

همدارنګه زياتوي، ۴۲ قضيې د دولت د وسله والو مخالفينو لکه داعش او طالبان، ۲۶ نورې يې د ناپېژاندو وسله والو لوري او ۱۱ د تاوتريخوالي قضيې د رسنيو د مشرانو له لوري ترسره شوې دي.

خلوتګر زياته کړه، په ۲۰۱۷ کال کې له ياد شمېر قضيو يوازې ۴۳ يې د حکومت لخوا څېړل شوې دي.

د نوموړي په وينا، ۲۰۱۶ کال د خبريالانو لپاره لومړی خونړی کال و، چې هغه مهال هم ۱۴ خبريالان او رسنيز کارکوونکي وژل شوي وو او زياته يې کړه، چې د خبريالانو د وژلو ډېرې پېښې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بې سرحده خبريالانو د ټولنې په راپور کې هم افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي درېيم ستر ګواښوونکی هېواد بللی وو.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA