ads

د افغانستان – هند دويم هوايي دهلېز پرانيستل شو

د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې نن د افغانستان او هند ترمنځ دويم هوايي دهلېز پرانيستل شو.

نویسنده: sarwan
6 مرغومی 1396
د افغانستان – هند دويم هوايي دهلېز پرانيستل شو

د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې نن د افغانستان او هند ترمنځ دويم هوايي دهلېز پرانيستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين وايي،  چې د دې هوايي دهلېز له پرانيستلو سره به د کابل او ممبيي ترمنځ د سوداګريزو توکو په راکړه ورکړه کې ستونزې حل شي او سوداګري به پرمختګ وکړي.

د دغه دهلېز په پرانيستغونډه كې د جمهور رئيس غني دويم مرستيال سرور دانش وويل، چې د هند او افغانستان ترمنځ د دويم هوايي دهلېز پرانيسته کابل او ممبيي سره نښلوي او د اقتصادي غوړېدا سبب كېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال له هند سره په يوه کال کې شاوخوا ۶۰۰ ميليون ډالره راکړه ورکړه لري، چې د دوهم هوايي دهلېز په پرانيستلو سره به د سوداګرۍ دا كچه ۸۰۰ ميليونو څخه تر يو  مليارد ډالرو پورې  ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنى هوايي دهلېز په تېره جون مياشت کې پرانيستل شوی او له دې لارې تراوسه سلګونه ټنه افغان توكي هند ته صادر شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA