645
۶ مرغومی ۱۳۹۶
لیکونکی: حسیب الله نوري

یو زیارکښ چې له ستونزو وګټله

(( زموږ په سیمه کې چې کوم پاخه تعمیرونه جوړېدل، هلـتـه بــه تلـم، د سمـنټـو بـوجــۍ به مې راټولولې، بیا به کورته راتلـم، هغــه به مې قیچي کولې، بیا به مې د کتابچې په بڼه جوړې کړې او د ښوونځي نوټونه به مې په کې رسول.))

دا د یــوه زیـارکــښ او بــريالــي انســان سید بشیراحمد بشرمل خبرې دي. د نوموړي اصلي ټاټوبی لوګر دی، خو کورنۍ یې د نوموړي له زېږېدو دمخه تخار ولایت ته کډه شوې وه، بشرمل د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړې، دم‌ګړۍ ۲۷کلن دی، خو لاهم واده نه لري.

د بشرمل پلار په یوه ښوونځي کې معلم وو، خو تر څنګ یې دوکانداري هم کوله. کله چې په هېواد کې کورنۍ جګړې زور اخلي، یوه ډله وسله‌وال یې په دوکان چاپه وهي او ټول مال یې لوټي. پلار او مشر ورور یې د موجوده ناخوالو له کبله غبرګ تري تم کېږي، نه یې د مړي او نه یې هم د ژوند خبر وي.

په دغسې شرایطو کې د یوې لویې کورنۍ مسوولیت بشرمل ته ور پاتې کېږي، بشرمل دغه مهال د ښوونځي په څلورم ټولګي کې درس وايي، خو خپل همت نه بایلي، هم ښوونځي ته ځي او هم نیمه ورځ یو نیم ځای کار کوي: (( همدا چې له ښوونځي به راغلم کار ته به لاړم، فقط دومره پیسې به مې ګټلې چې ماښام ته پرې لس وچې ډوډۍ واخلم او کورته یې یوسم.))

لږ ځنډ وروسته د بشرمل اقتصادي وضعیت دومره پسې خرابیږي چې ان د یوې کتابچې د پېرلو وس له لاسه ورکوي، هغه وايي: (( زموږ په سیمه کې چې کوم پاخه تعمیرونه جوړېدل، هلته به تلم، د سمنټو بوجۍ به مې راټولولې، بیا به کورته راتلم، هغه به مې قیچي کولې، بیا به مې د کتابچې په بڼه جوړې کړې او د ښوونځي نوټونه به مې په کې رسول.))

بشرمل وايي چې دوه کاله وروسته یې پلار او ورور د کندوز ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې تر سترګو کېږي: ((پسې ورغلو، پلار او مشر ورور مې د ځینو سیاسي ستونزو له کبله پټ شوي وو او له خپل پټنځای څخه دباندې نشول وتلی.))

بشرمل زیاتوي چې د دوی د کور او دوکان ټوله شتمني د وسله‌والو له لوري لوټل شوي وو او دوی فقط په یوه یوه جوړه جامو کې کندوز ته ولاړل او یو وړوکی کور یې په کرایه ونیو.

بشرمل چې د ژوند په اوږدو کې د ډېرو ناخوالو شاهد پاتې شوی، د ښوونځي دورې یوه خاطره داسې په زړه کوي: (( زده‌کوونکو به دریشۍ اغوستې، خو زه بې‌وسه وم چې دریشي واخلم، د ورور مې یوه سپورټي سپینه دریشي وه، ما به هماغه اغوسته، د نن غوندې مې یادېږي، ما پنځم ټولګی په همدغه سپورټي دریشي کې ووایه.)) بشرمل زياتوي چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو تر سقوط راوروسته چې کله لنډمهاله اداره جوړه شوه، پلار یې له پټنځایه راووت او بیرته مخ په تخار رهي شول. د بشرمل پلار با سواده سړی و، لوړې زده‌کړې یې لرلې او ډېر ژر وتوانېد چې په یوه موسسه کې ځانته دنده پیدا کړي. بشرمل وايي چې د پلار په ګمارل کېدو یې کرار کرار د کورنۍ اقتصادي وضعیت وغوړېد او له پخوانۍ نیستۍ او غربت څخه خلاص شول.

دا زلمی ۱۲ټولګی په تخار ولایت کې پای ته رسوي او تر هغه وروسته د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي: (( د کانکور پایلې اعلان شوې او زه یې د سیدجمال الدین نیمه لوړو زده‌کړو دولتي موسسې ته جذب کړم.)) بشرمل زیاتوي چې ده له کیمیا سره لیوالتیا لرله، خو په خبره یې د دغې موسسې ریاست یې ورسره نه مني او دی اړ کېږي چې په دغه موسسه کې د زده‌کړو له ترسره کولو تېر شي: (( ما په ټینګار ترې وغوښتل چې د کیمیا ډیپارټمنټ ته مې تبدیل کړي، خو په چا یې منه، اخر ترې راووتم.))

بشــرمــل وايــي چــې تـــر دې وروستـــه ســـلام پوهنتون ته مــراجعــه کــوي او هلتــه نه یوازې د مېلمه‌پال(رسپشنست) په توګه دنده اخلي، بلکې د شرعیاتو په پوهنځي کې هم منل کېږي.  خو له پرمختګونو سره سره ستونزې د بشرمل شا نه خوشې کوي. دا ځل د ژبې له ستونزې سره مخ دی. په پوهنتون کې تر منل کېدو وروسته په عربي ژبه نه پوهېدل د هغه تر ټولو لویه ستونزه وه او زده‌کړه یې ورته سخته کړې وه: (( د شرعیاتو پوهنځي اکثریت درسونه او کتابونه په عربي ژبه وو، زه هغه مهال په یوه ټکي عربي هم نه پوهېدم، د درسونو ترڅنګ مې د عربي زده‌کړې ته ملا وتړله او نن پرې ښې روانې خبرې کوم.)) علاوه پر عربي، بشرمل په پښتو، دري او انګلیسي ژبو هم روانې خبرې کولای شي.

دا زلمی چې د پوهنتون له درسونو سره جوخت په مختلفو دولتي او نادولتي ادارو کې دندې تر سره کوي، وايي چې تر فراغت وروسته یې د لیسانس په سند بسنه ونه کړه او د ماسټرۍ له پاره یې مټې راونغاړلې:(( په یوه خصوصي پوهنتون کې د نړیوالو حقونو په څانګه کې د ماسټرۍ لپاره ومنل شوم، دوه کاله مې درسونه وویل او ماسټري مې واخسته، اوس په پام کې لرم چې د ډوکټورا تر کچې زده‌کړې وکړم.))

دا چې د بشرمل دغه ارمان به څه وخت پوره شي، دا به وخت ته پرېږدو. خو دا زلمی ځینې نورې ځانګړتیاوې او خویونه هم لري چې اړتیا ده موږ ټول ترې خبر شو. بشرمل په چا مین دی، مګر په دې اړه ډېر معلومات نه ورکوي. نوموړی د واده په اړه خپله فلسفه لري او وايي، تر هغه چې انسان ځان په معنوي او مادي لحاظ نه وي رسولی، واده ته اړتیا نه لري.

بشرمل د خوراکونو او خوړو په اړه هم خپله فلسفه لري، هغه وايي په خوړو او خوراکونو کبر نه کوي، خو ډېر یې هغه خواړه خوښېږي چې په ورین تندي یې ترمخ کېښودل شي: (( خو بیا مې هم وریجي ډېرې خوښېږي، نه پوهېږم علت یې څه دی، ولې په شمالي ولایتونو کې که تاسې وګورئ د اکثره خلکو وریجي ډېرې خوښېږي او ډېرې پخېږي، ښايي له همدې کبله به زما هم وریجي ډېرې خوښې وي.))

بشرمل وايي چې په ماشومتوب کې غلی هلک وو، ډېره شوخي او لوبې به یې نه کولې: ((په ټول ژوند کې مې یو یا دوه ځلې کاغذپران پورته کړی.)) دا زلمی زیاتوي چې له کوچنیوالي یې د لویانو مجلسونه خوښېدل او له هغوی سره به یې ناسته ولاړه وه: (( چې پلار به مې نه وو، او په کلي کې به کومه جنازه، فاتحه، خیرات، واده او یا کومه بله معامله وه، زه به ورتلم او هلته به مې د پلار استازیتوب کاوه.))

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *