ads

ډېر ژر د بلخ نوی والي معرفي كېږي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د بلخ د نوي والي د معرفي کولو لپاره د پوره چمتووالي او د هغه د ډېر ژر معرفي كولو خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
5 مرغومی 1396
ډېر ژر د بلخ نوی والي معرفي كېږي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د بلخ د نوي والي د معرفي کولو لپاره د پوره چمتووالي او د هغه د ډېر ژر معرفي كولو خبر وركوي.

د دې ادارې ويانده منيره يوسف زاده وايي، چې د بلخ رسمي والي محمد داود دى.

نوموړې زياتوي، دوى به محمد داود د والي په توګه سيمه ييزو مسوولينو او خلکو ته معرفي كړي.

د يوسف زاده په وينا، د عطاء محمد نور د کړنو ستاينه کوي او هغه مستعفي والي حسابېږي.

جمهوري رياست تېره اونۍ اعلان وکړ، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د بلخ د والي عطاء محمد نور استعفا منلې او محمد داود يې د نوي والي په توګه اعلان کړ، خو نور د تېرې شنبې په ورځ د اجرائيه رياست او ارګ په ادرس توندې څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې د جمعيت اسلامي ګوند له پرېکړې مخکې به ولايت پرېنږدي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA