له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو ۴۲۰۰ ټنه يې، چې د چهابهار بندر له لارې رالېږدول كېږي، د دوشنبې په ورځ كندهار ته ورسېدل.
د کندهار والي زلمي ويسا په داسې حال کې، چې په دې ولايت كې د هند سرکونسل مدان سينګ بنډري او د کندهار ولايتي شورا رئيس هم ورسره ملګري وو، د مرسته شوو غنمو له ذخيره کولو څخه ليدنه وکړه.
ويسا له افغانستان سره د هند مرستې ډېرې ګټورې وبللې او په تحصيلي برخه کې يې هم د دغه هېواد مرستې وستايلې.
د كندهار والي په خپلو خبرو کې چابهار بندر د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې ډېر ارزښتناک وباله او زياته يې کړه، چې د ياد بندر د دوو نورو پازونو په پرانيستلو سره به د افغانستان اقتصادي اړيکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره لا پراخې شي او اقتصاد به يې ورسره زيات پرمختګ وکړي.
په کندهار کې د هند سرکونسل مدان سينګ بنډري بيا په خپلو خبرو كې له افغانستان سره د خپل هېواد د نورو مرستو ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، چې هند به تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
د كندهار ولايت مقام وايي، چې پاتې اندازه غنم به هم ډېر ژر د چابهار بندر له لارې دې ولايت ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ