ads

راتلونكو دوو ورځو كې د ارغندي – غزني برېښنا نښلول كېږي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي وايي، چې د ارغندي – غزني ۲۲۰ كيلو ولټه وارداتي برېښنا به په راتلونكو دوو ورځو كې ونښلول شي.

نویسنده: sarwan
5 مرغومی 1396
راتلونكو دوو ورځو كې د ارغندي – غزني برېښنا نښلول كېږي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي وايي، چې د ارغندي – غزني ۲۲۰ كيلو ولټه وارداتي برېښنا به په راتلونكو دوو ورځو كې ونښلول شي.

د دې ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم كليد ته وويل، امنيتي ځواكونو د ارغندي – غزني وارداتي برېښنا د پايو د امنيت د ټينګښت او د وسله والو مخالفينو له شتونه د سيمې پاكولو په هدف پراخ ځمكني او هوايي عمليات پيل كړي دي.
نوموړي زياته كړه، د دغو عملياتو په ترڅ كې له ۲۰ زيات كلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاك شوي او د دې ډلې د سرې قطعې د قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ مخالفين وژل شوي دي.
د قايم په وينا، په وژل شوو كسانو كې مولوي فياض، چې د ارغندي – غزني د برېښنا لين د پرې كولو اصلي عامل بلل كېږي، هم شامل دى.
د يادونې وړ ده، چې د ارغندي – غزني د ۲۰ كيلو ولټه وارداتي برېښنا لين څه موده وړاندې د طالبانو په همكارۍ د سيمه ييزې مافيا له لوري پرې كړاى شو.

د ميدان وردګ د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، د مخالفينو له لوري د برېښنا شپږ پايې ويجاړې شوي، چې له كبله يې د غزني، اروزګان، كندهار او هرات ولايتونو د ځينو سيمو برېښنا پرې شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA