ads

هلمند کې ماشومان درانه کارونه کوي

د هلمند یوه برخه ماشومان اوس مهال له سختو درنو کارونو سره مخ دي، دوی ښوونځي ته هم نه ځي او راتلونکې يې هم تياره ښکاري.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
هلمند کې ماشومان درانه کارونه کوي

د هلمند یوه برخه ماشومان اوس مهال له سختو درنو کارونو سره مخ دي، دوی ښوونځي ته هم نه ځي او راتلونکې يې هم تياره ښکاري.

د دغه ماشومانو ډېره برخه يې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په درنو کارونو بوخت دي او روغتيا يې له ګواښ سره مخ ده. د دغه ماشومانو يو شمېر يې د کورنیو د مشرانو له لوري درنو کارونو ته هڅول کېږي او یا هم اړ ويستل کېږي.

د دغه ماشومانو له ډلې ځينو يې کلید ته وویل، چې له سهار تر ماښامه کار کوي او ښوونځي ته نه ځي، د دوی له منځه احمد کلید ته وویل: ((د سهار له اوو د ماښام تر ۶ يا اوو بجو کار کوم، د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ راکوي، ښوونځي ته نه ځم، ځکه راته ويل شوي چې دوه کارونه نه کېږي، یا به دلته مستريتوب کوې او يا به ښوونځي ته ځې.)) یوه بل ماشوم کلید ته وویل: ((پلار نه لرم، باید خپله کار وکړم او کورنۍ وچلوم، ښوونځي ته نه ځم.)) دغه ماشومان وايي، دوی ټول ورځ کار کوي له همدې کبله نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي. د دوی په خبره، د ډېرو کمو پیسو په مقابل کې کار کوي او بله چاره نه لري، ځکه يا د کورنیو د مشرانو له لوري دغو کارونو ته اړ ويستل شوي او يا هم په کور کې بل کوم سرپرست نه لري او دوی اړ دي چې د کور لګښتونه پوره کړي. ځينې نورو بيا کلید ته وویل، هڅه کوي له همدې لارې يو کسب زده کړي. ددې ماشومانو له منځه کريم وويل: ((زه غواړم کسب زده کړم، ځکه هره ورځ دې مستري خانې ته راځم.))

له بل لوري د ښوونيزو، روغتيايي او رواني چارو کارپوهان وايي، په ماشومتوب کې درانه کارونه د ماشومانو په روان، روغتیا او وده خورا بده اغېزه لري او باید په دې برخه کې کورنۍ ماشومان اړ نه کړي چې درانه کارونه وکړي، ځکه د دوی په باور دغه ماشومان له ودې لوېږي، جسماني ستونزې ورته پیدا کېږي او له رواني ناروغيو سره هم مخ کېږي.

د هلمند پوهنتون استاد محمد اسماعيل مهربان په دې تړاو کلید ته وویل، هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي، جسماني او روحي وده نه شي کولای او ډېری ماشومان بيا خپل ځانونه د نورو ماشومانو په پرتله خورا کم احساسوي چې دغه څه د دوی لپاره پراخې رواني ستونزې ټوکوي. استاد مهربان د ماشومانو د درنو کارونو په تړاو ټولنه ملامتوي او وايي، ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې ماشومان درنو کارونو ته اړ ويستل شي او اړوند چارواکي هم باید په دې برخه کې هڅې وکړي څو له ماشومانو دغه ډول ناوړه استفاده ونه شي: ((زما په اند ټولنه باید ماشومان له دغه ډول حالت وژغوري ځکه هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي راتلونکي يې هم له ګواښ سره مخ کېږي، درانه کارونه د دوی پر ذهن او جسم ناوړه اغېز کوي او له ودې يې غورځوي.)) په همدې حال کې بیا د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صدیق الله خالقي هم مني چې په هلمند کې يو شمېر ماشومان درانه کارونه کوي. نوموړی وايي، دغه ډېری ماشومان د کور سرپرست نه لري له همدې کبله اړ دي چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړي. خالقي زياتوي، د دغه ماشومانو په تړاو يې سروې پیل کړې. نوموړی زياتوي که چېرې د کورنیو د مشرانو له لوري يو شمېر ماشومان درنو کارونو ته اړ ويستل شوي وي، د کورنیو له دغو مشرانو سره به قانوني چلند وشي: (( له هغه ماشومانو سره به مرستې وشي چې دوی په رښتيني ډول د کور سرپرست نه لري او دغه راز به د زده کړو زمينه ورته برابره شي.

د يادولو ده چې په تېرو ۱۷ کلونو کې هلمند ولایت د سختو جګړو شاهد و او دې جګړو د ډېری کورنیو سرپرستان ترې اخیستي دي چې اوس مهال يې ماشومان اړ دی د درنو کارونو د ترسره کولو له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA