ads

سينه بغل اوس هم يو ګواښ بلل کېږي

د لړم ۲۲مه او د نومبر ۱۳مه په ټوله نړۍ کې د سينه بغل پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. سينه بغل په ماشومانو کې يوه ګواښوونکې ناروغي ده چې ډېر کله د مور او پلار او کورنۍ د نه پاملرنې له کبله سخت پړاو ته ننوځي او بيا يې درملنه ډېره ستونزمنه کېږي.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
سينه بغل اوس هم يو ګواښ بلل کېږي

د لړم ۲۲مه او د نومبر ۱۳مه په ټوله نړۍ کې د سينه بغل پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. سينه بغل په ماشومانو کې يوه ګواښوونکې ناروغي ده چې ډېر کله د مور او پلار او کورنۍ د نه پاملرنې له کبله سخت پړاو ته ننوځي او بيا يې درملنه ډېره ستونزمنه کېږي.

دغه ناروغۍ ته په طبي علومو کې نومونيا Pneumonia  وايي او د بېلا بېلو عواملو له کبله رامنځته کېږي.

ښايي دا ناروغي وایروسي او یا هم باکتریايي وي او یا کوم بل عامل ولري، خرابه هوا، کیمیاوي ګازونه او داسې نور ، خو تر ټولو مهم يې باکتریايي او وایروسي ډولونه دي. د دغه ناروغۍ پر مهال بدن ته د اکسیجن په رسېدو کې ستونزې را منځته کېږي. دا ناروغي د عمر په بېلا بېلو كلونو کې پېښېږي، خو تر ډېره ماشومان په تېره له دوو کلونو واړه ماشومان پرې اخته کېږي چې ځينې وخت د دوی د مړينې سبب هم کېږي.

که څه هم د عامې روغتيا وزارت چارواكي ادعا كوي چې د درملنې، واکسينونو او داسې نورو روغتيايي خدمتونو له کبله د دې ناروغۍ كچه راټيټه شوې او ډېری ماشومان بېرته ښه کېږي، خو د ډاكټرانو په وينا سينه بغل اوس هم يو خطر بلل كېږي او هر کال د ژمي په موسم کې تر پنځه ويشت سلنه ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د سينه بغل نښې

ډاکټران وايي، له دې کبله چې د سینه بغل لومړنۍ نښې عادي ریزش او ذکام ته ورته دي، ډېر ځله دا ناروغۍ سره غلطېږي او د ناوړه پېښو د را منځته کېدو سبب ګرځي.

د ماشوم د روغتيا روغتون رييس ډاكټر نورالحق يوسفزی په یوه دقیقه کې له ۵۰ ځلونو د ماشوم د تنفس د شمېر ډېروالی، د خولې د شاوخوا او نوکانو شنه کېدل، تبه، له ساه اخيستو سره د سینې کشش او بلغم لرونکی ټوخی یا د سینې ډکوالی چې حتا ماشوم له تنفس سره یو ډول اواز لري، د سينه بغل مهمې نښې ګڼي او وايي، كه چېرې كورنۍ دا نښې په خپل ماشوم کې ویني، باید ژر تر ژره يې ډاکټر ته ورسوي.

په نړۍ کې تر دې مهاله د سینه بغل تر شلو ډېر عوامل پېژندل شوي چې ډېری يې بېلابېل وایروسونه او باکتریاوې دي، خو فنګسي سینه بغل هم شته چې کمزوری خو خطرناک دی.

لومړنۍ مرستې

د ماشوم د روغتيا روغتون رييس ډاكټر نورالحق يوسفزی وايي، تېر كال په ټوليز ډول په سينه بغل ناروغۍ اخته ۱۷زره او ۸۲ ماشومانو دې روغتون ته مراجعه كړې چې۳۹۱۴ ناروغان بستر شوي. سینه بغل اوس مهال د نړۍ د وژونکو ناروغیو په کتار کې اووم ځای لري، یعنې یوه ډېره وژونکې او خطرناکه ناروغي ګڼل کېږي.

ډاكټر يوسفزی وايي، د دې لپاره چې د ماشومانو د بدن مقاومت ډېر کم وي، له همدې کبله باید په سړه هوا كې تود وساتل شي خو اړینه ده چې په هوا کې د اکسیجن فیصدي هم کمه نه وي او په خونه کې باید تازه هوا وجود ولري.

نوموری زياتوي، ډېر خلک د ژمي د سړو په را رسېدو سره د خونو په کړکیو او ورونو باندې درنې پردې ځړوي او په اوونیو یا ورځو ورځو دې خونې ته تازه هوا نه ننوځي چې د نوموړي په خبره دا ډېره خطرناکه ده. ډاکټر يوسفزی وايي، خونه باید د تودوالي تر څنګ تازه هوا او د هوا جریان هم ولري او په ژمي کې د ورځې له لوري باید د خونې ورسۍ او کړکۍ خلاصې شي تر څو يې هوا بدله شي او پاکه هوا ولري.

د واکسینونو گـټې

د ماشوم د روغتيا روغتون ډاكټران وايي، له دوو کلونو راهيسې د عامې روغتيا وزارت له لوري د سينه بغل پر ضد واكسين معرفي شوي او په هغو سيمو كې چې كورنيو خپلو ماشومانو ته واكسين كړی، د دې ناروغۍ پېښې تر تېرو كلونو كمې شوې دي.

د دې روغتون رييس ډاكټر نورالحق يوسفزی وايي، د سينه بغل واكسينونه ځانګړی فصل نه لري. په يو نيم، دوه نيم او درې نيم مياشتيني عمر كې ماشومانو ته تطبيق كېږي او د ماشومتوب د دورې له نورو واكسينونو سره اضافه شوي او وړيا دي.

د سينه بغل ناروغۍ واكسين ماشومانو ته په دوو دورو كې كېږى. دوه واكسينونه د دوو ناروغيو په مقابل كې دي چې له درې مياشتينۍ تر ۵ كلنۍ پورې د سينه بغل تر ۶۰ فيصده د زياتو پېښو عامل د سپتروكوك او انفلوانزا ميكروبونه دي.

د ماشوم د روغتيا روغتون چارواكي وايي، تېر كال ۳۳ ماشومانو د سينه بغل ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه وركړى چې ډېری يې د كورنيو د بې غورۍ، په روغتونونو كې د كافي امكاناتو نشت او ځينې وخت د روغتونونو د ناسم تشخيص له كبله په ډېر ځنډ او ناوړه وضعيت کې روغتون ته راوړل شوي.  زرمینه چې خپل ۶ مياشتینی ماشوم يې له يوې مياشتې راهيسې له بلخ ولايت د ماشوم روغتيا روغتون ته راوستی وايي، ماشوم يې له دوو مياشتو راهيسې په ټوخي اخته و، خو په مزار شريف كې ډاكټرانو ورته ويلي چې ماشوم يې د زړه ناروغي لري.

نوموړې زياتوي، له هغې ورځې چې ماشوم يې په دې روغتون كې بستر شوی، روغتيايي وضعيت يې په ښه كېدو دی. د ماشوم د روغتيا روغتون رييس ډاكټر نور الحق يوسفزی وايي، دې روغتون ته له مركزي زون لكه كابل، لوګر، پكتيا، پروان، پنجشير او كاپيسا ولايتونو زيات ناروغان راوړل كېږي چې حالت يې ډېر خراب وي او د ولايتونو په روغتونونو كې يې درملنه نه کېږي.

د ماشوم د روغتيا په روغتون كې د فصلي ناروغيو لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې، ځكه د نس ناستي او سينه بغل ناروغيو د ډېرېدو په ځانګړو فصلونو کې په دې ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر زيات وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA