د فارياب ولايت په خان چهار باغ ولسوالۍ كې تېره ورځ ناوخته ټرافيكي پېښې لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي.
د خان چهار باغ امنيه قوماندان لومړى څارن خدايداد وايي، د تېلو يو ټانكر، چې له اندخوى نه مزار شريف ته روان و، د خان چهار باغ ولسوالۍ اړونده سيمه كې له يوه كرولا موټر سره، چې له مقابل لوري په حركت كې و، ټكر كړى دى.
خدايداد زياتوي، چې دا پېښه د تېلو د ټانكر چلوونكي د بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د دغې ټرافيكي پېښې له كبله په كرولا موټر كې سپاره لږ تر لږه څلور تنه سوځېدلي او خپل ژوند يې له لاسه وركړى دى.
د موټر چلوونكو نه مسلكيتوب، بې احتياطي، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او ځينې نور په هېواد كې د ټرافيكي پېښو علتونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ