ads

غني او حسين المسلم د افغانستان د ورزش د ودې او پراختيا په اړه خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ كې د حسين المسلم په مشرۍ د المپک اسيايي شورا پلاوي سره وکتل.

نویسنده: sarwan
28 لیندۍ 1396
غني او حسين المسلم د افغانستان د ورزش د ودې او پراختيا په اړه خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ كې د حسين المسلم په مشرۍ د المپک اسيايي شورا پلاوي سره وکتل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې دواړو لورو د همکاريو، د افغانستان د ورزش د ودې او پراختيا په اړه خبرې وکړې.

جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان د المپک ملي کمېټې رياست ټاکنې ترسره کېږي او له دې پلاوي يې وغوښتل، چې د منل شوو قوانينو او طرزالعملونو پر بنسټ په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه ټينګار وکړ، چې په ولايتونو کې دې د فدراسيونونو ټاکنې هم د المپک د مقررو له مخې وشي.

وروسته د المپک اسيايي شورا د پلاوي رئيس حسين المسلم وويل، دوى چمتو دي، چې د قوانينو مطابق د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې سره همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه، د المپيک اسيايي کمېټه به په درېيو مياشتو کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې رياست د ټاکنو ترسره کېدو په هدف د دغه هېواد د ورزش له برخې سره په همکارۍ لازم تيارى ونيسي او تطبيق به يې کړي.

د هغه په وينا، د المپيک اسيايي شورا به د جاکارتا اسيايي سياليو کې، چې راتلونكى كال ترسره کېږي، افغان لوبغاړو ته د حضور  زمينه برابره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA