ads

ننګرهار او کونړ کې ۱۷ زره ماشومان د نا امنيو له کبله د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، لا هم د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله تر ۸ زرو پورې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي.

نویسنده: sarwan
27 لیندۍ 1396
ننګرهار او کونړ کې ۱۷ زره ماشومان د نا امنيو له کبله د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، لا هم د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله تر ۸ زرو پورې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي.

د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه خبرې نن په ختیځ کې د پولیو د درې ورځني کمپاین د پیل پرمهال وکړې.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وویل، چې تر را تلونکو درې ورځو پورې به په ټول ختیځ کې یولس لکه کوچنیان د ۷ زرو په شمېر واکسیناتورانو له لوري واکسین شي.

هغه وویل، چې په ننګرهار کې به هم تر اونیم لکو پورې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان په روان کمپاین کې د څلور زره او شپږ سو تنو رضاکارانو له لوري واکسین شي.

هغه وایی، چې په کونړ کې هم د بېلابېلو لاملونو له کبله تر ۹ زرو پورې ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخي دي، چې د سرې میاشتې ریاست د رضاکارانو پر مټ به یې کچه را ښکته کړي.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې یوازې درې يې په ننګرهار ولایت کې دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA