نن سهار شاوخوا لس بجې او لس دقيقې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د ملي امنيت عمومي رياست پر روزنيز مركز وسله وال بريد شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي كليد ته وويل، وسله وال د دغه روزنيز مركز شاته په يوې ودانۍ كې ځاى پر ځاى شوي او له امنيتي ځواكونو سره يې جګړه دوام لري.
هغه زياته كړه، د وسله والو شمېر معلوم نه دى، تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي او كوښښ كوي، چې ژر يې له منځه يوسي.
امنيتي چارواكو تر دې مهاله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د بريد مسووليت لا چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ