ads

د آب كمري ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د بادغيس ولايت د آب كمري ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام رسول ووژل شو.
د بادغيس د والي وياند احمد اميري كليد ته وويل، د غلام رسول موټر د وسله والو طالبانو تر راكټي بريد لاندې راغلى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لیندۍ 1396
د آب كمري ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د بادغيس ولايت د آب كمري ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام رسول ووژل شو.
د بادغيس د والي وياند احمد اميري كليد ته وويل، د غلام رسول موټر د وسله والو طالبانو تر راكټي بريد لاندې راغلى دى.
هغه زياته كړه، دا پېښه تېر ماښام كله چې د آب كمري ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوې پوستې د ليدنې په هدف وتلى و، رامنځته شوې ده.
د اميري په وينا، په دې بريد كې يو بل تن هم وژل شوى او دوه پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA