کندهار کې ځانمرګي بريد اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سيمه کې د کليد راډيو خبريال تاج محمد ساحل وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې شوې ده، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دې چاودنې هدف بهرني ځواکونه وو.
اوس مهال سيمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده او چاته اجازه نه ورکول کېږی، چې سيمې ته ورشي.
يوه امنيتي چارواکي د يوې مېرمنې وژل کېدل او د اوو تنو ټپي کېدل تاييد کړي دي، چې قربانيان ټول ملکي وګړي دي.
د بريد مسوولت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ