ads

هلمند کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

په هلمند کې نن د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ په ضد د واکسين کمپاين د دغه ولايت د والي حيات الله حيات له لوري يو ماشوم ته په دوه څاڅکو ورکولو سره پيل شو، چې له مخې به يې څه باندې اووه لکه شپږ اتيا زره کم عمره ماشومان واکسين شي.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
هلمند کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

په هلمند کې نن د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ په ضد د واکسين کمپاين د دغه ولايت د والي حيات الله حيات له لوري يو ماشوم ته په دوه څاڅکو ورکولو سره پيل شو، چې له مخې به يې څه باندې اووه لکه شپږ اتيا زره کم عمره ماشومان واکسين شي.

د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د حيات له قوله راغلي، چې له پوليو سره مبارزې ته ګډه همکاري پکار ده او هغه دا چې د ټولنې د هر قشر وګړي دې له رضاکارانو سره مرسته وکړي، ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسين ورسېږي.

هغه د عامه پوهاوي لپاره هم د ولسونو ونډه اغېز لرونکې وبلله او ټينګار يې وکړ، ټولې نظامي او ملکي ادارې مکلفې دي، چې د واکسين په برخه کې پر عامه پوهاوي سربېره هر اړخيزه همکاري وکړي.

بلخوا په هلمند کې د واکسيناسيون مشر عبدالاحد حازم وويل، ټول رضاکاران چمتو دي، چې د ولايت په هر ګوټ کې تر کم عمره ماشومانو د واکسين څاڅکي ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA