د ټولګټو چارو وزارت وايي، د واورې زيات ورښت له کبله په غزني، ميدان وردګو او باميان ولايتونو کې ځينې لارې بندې شوې دي.
د دې وزارت وياند سيدمهدي روحاني وايي، د لويو لارو او ولسواليو لارو په ګډون په ټوليزه توګه ٣١٧ زيانمنوونکې ساحې تثبيت او اړين چمتوالى ورته نيول شوى دى.
ده زياته کړه، په يادو ساحو کې د فوايد عامې، قراردادي شرکتونو او سيمه ييزو شوراګانو کاري ډلې ګومارل شوي ترڅو دغه ساحې، چې کله د واورو د ورښـت له کبله بندېږي، پاکې کړي.
نوموړی وايي، چې د وړمې شپې واورې ورښت له کبله د ځينو بندو لارو د پاکولو چارې اوس مهال د فوايد عامې، قراردادي شرکتونو او سيمه ييزو شوراګانو له خوا جريان لري.
دی زياتوي، چې د وړمې شپې واورې ورښت د ميدان وردګو ولايت د بهسود ولسوالۍ د اوني کوتل، د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ د شمس الدين کوتل او د باميانو ولايت د حاجيکګ کوتل بند شوي دي.
دټولګټو چارو وزارت وياند سيدمهدي روحاني همدارنګه وويل، چې د سالنګ لويه لاره د وړو موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده، خو لوى موټر پرې تګ راتګ نه شي کولى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ