بادغيس ولايت کې ۱۰۰ تنه نارينه او ښځينه له ۷ مياشتو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.
د بادغيس ولايت د والي وياند احمد اميري کليد ته وويل، دغه پروګرام د ياد ولايت د کار ټولنيزو، شهدا او معلولينو د رياست له لوري پيل شوی و، چې ۶۰ تنه ښځينه او ۴۰ تنه نارينه زده کوونکو په کې ګډون کړی وو.
اميري وايي، دا شمېر زده کوونکو د خياطۍ، موبايل ترميم، ګلدوزۍ، کمپيوټر او د غالۍ اوبدلو په برخو کې زده کړې وکړې.
د نوموړيه خبره، يادو زده کوونکو ته په دې پنځو برخو کې د کار توکي هم ورکړل شوي، ترڅو دوی ورباندې خپل کارونه پر مخ يوسي.
دا لومړی ځل دی، چې د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکو ته داسې يو زده کړيير پروګرام پيل شوی و، تر څو هغوی ته د کار زمينه برابره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ