ads

بلخ کې ۴۸معلولين د حرفوي زده کړو له شپږ مياشتني پروګرامه فارغ شول

بلخ ولايت کې ۴۸ تنه معلولين د سويډن موسسې په مرسته له شپږو مياشتو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول، چې د معلولينو له دې ډلې ۳۲ تنه يې مېرمنې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 لیندۍ 1396
بلخ کې ۴۸معلولين د حرفوي زده کړو له شپږ مياشتني پروګرامه فارغ شول

بلخ ولايت کې ۴۸ تنه معلولين د سويډن موسسې په مرسته له شپږو مياشتو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول، چې د معلولينو له دې ډلې ۳۲ تنه يې مېرمنې دي.

په سويډن موسسه کې د افغان معلولو مېرمنو د بيا توانايي ورکولو د برخې مسوولې منيژه بابري وايي، دا شمېر معلولينو د ګلدوزۍ، خياطي، د موبايل ترميم او جک جوړونې په برخو کې زده کړې وکړې.
د نوموړې په خبره، يادو معلولينو ته د ۸ زرو افغانيو په ارزښت د کار توکي هم وپلورل شول، تر څو دوی ورباندې خپل کارونه پرمخ يوسي.

مېرمن بابري زياته کړه، دوی په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۰۴ تنو معلولينو ته په بلخ، جوزجان او سمنګان ولايتونو کې د خياطي، ګلدوزي، موبايل جوړونې او جک جوړونې په برخو  حرفوي زده کړې ورکړې دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA