ads

هرات کې یوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومه شوه

هرات کې هغې ښځې، چې څه موده مخکې يې خپل خاوند وژلی و، د دې ولايت د محکمې له لوري په اعدام محکومه شوه.

نویسنده: sarwan
22 لیندۍ 1396
هرات کې یوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومه شوه

هرات کې هغې ښځې، چې څه موده مخکې يې خپل خاوند وژلی و، د دې ولايت د محکمې له لوري په اعدام محکومه شوه.
يادې مېرمنې لومړی خپل خاوند د ګازو په ډبې وهلی و او بيا يې جسد ته اور واچوه.
د هرات ولایت له محکمې څخه کليد په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده پېښه کې د دې ښځې د تره زوی هم لاس درلود، چې دی هم په ۷ کاله بند محکوم شوی دی.
یادې ښځې د خپل خاوند د وژنې اصلي علت د هغه د درې ښځې يادې کړې، چې دې ترې طلاق غوښتی و، خو خاوند يې طلاق نه ورکاوه.
محکوم شوي خلک، چې له پرېکړې راضي نه وي کوی شي، په دويمه محکمه د استېناف غوښتنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA