د هرات پوليسو يو څلور کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه ماشوم د هرات ښار د زمان جان څلور لارې په سيمه کې د پوليسو له لوري وژغورل او خپلې كورنۍ ته يې وسپارل شو.
وليزاده زياته كړه، د پېښې په تړاو يو سړى او يوه ښځې نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات پوليسو دوه تنه د وسله والې غلا په تور نيولي دي.
د هرات د پوليسو وياند وايي، يو ميل تومانچه، دوه برچې او يوه اندازه الکولي مشروبات هم پوليسو ترلاسه كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ