ads

ننګرهار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول، چې په دې ولايت كې د فوټبال غوره ليګ سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړي.

نویسنده: sarwan
22 لیندۍ 1396
ننګرهار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول، چې په دې ولايت كې د فوټبال غوره ليګ سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړي.
دغه سيالۍ دوه مياشتې وړاندې د فوټبال فدراسيون لخوا د جلال اباد ښار او ولسواليو د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ننګرهار د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې.
په پايلوبه کې د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول په يوه زړه پورې لوبه کې اريانا لوبډلې ته د يو په مقابل كې په درېيو ګولونو ماتې وركړي او اتلولي ترلاسه كړي.
د ننګرهار د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي وايي، د سياليو هدف په دغه ولايت کې د فوټبال لوبې وده او د غوره لوبډلې پېژندل و.
بل لور ته په ننګرهار کې د درېيم ځل لپاره د لوبو اونۍ جام په نوم د بېلابېلو لوبو سيالۍ د يو لړ نمايشونو په ترسره كولو سره پيل شوې.
د خراسان خصوصي پوهنتون رئيس احمد‌ طارق کمال رسنيو ته وويل، دا سيالۍ په کال کې يو ځل ترسره کېږي، چې پر ننګرهار سربېره د هېواد د نورو ولايتونو د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبډلې په كې ګډون کوي.
هغه زياته كړه، چې د دې سياليو هدف د ولايتونو د محصلينو ترمنځ يووالی او د ورزشکارانو پرمختګ دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA