ads

كاپيسا كې د ځينو پروژو سمه څارنه نه کېږي

د کاپيسا د ولايتي شورا غړي وايي، د هغو پروژو سمه څارنه نه شي كولاى، كومې چې د وزارتونو لخوا په مرکز کې شرکتونو ته ورکول کېږي.

نویسنده: sarwan
22 لیندۍ 1396
كاپيسا كې د ځينو پروژو سمه څارنه نه کېږي

د کاپيسا د ولايتي شورا غړي وايي، د هغو پروژو سمه څارنه نه شي كولاى، كومې چې د وزارتونو لخوا په مرکز کې شرکتونو ته ورکول کېږي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رئيس حسين سنجني كليد ته وويل، ډېرې داسې پروژې شته، چې قراردادونه يې د شرکتونو له مسوولينو سره په وزارتونو کې شوي او کله چې يې دوى څارنه كوي، نظرونو او وړانديزونو ته يې پاملرنه نه كېږي او شركتونه د خپلو کارونو معلومات نېغ په نېغه وزارتونو ته وړاندې کوي.
نوموړي زياته كړه، برعكس هغه پروژې، چې د ولايتي ادارې له لوري پلې كېږي، دوى يې سمه څارنه كوي او کيفيت يې هم ښه وي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د ولايتونو او ولسواليو په کچه ډېرى پروژې د ملي تدارکاتو كمېسيون او وزارتونو لخوا لاسليکېږي او د تېرو کلونو په پرتله د ولايتي ادارو واک په کې کم شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA