ads

هراتيان د خپل ښار د چاپېريال ككړېدو اندېښمن کړي

د هرات ښار يو شمېر اوسېدونكي د دغه ښار د چاپېريال د ککړېدو له كبله اندېښنه لري او د چاپېريال ساتنې اداره په بې پروايۍ تورنوي.

نویسنده: sarwan
21 لیندۍ 1396
هراتيان د خپل ښار د چاپېريال ككړېدو اندېښمن کړي
Photo By P30AF.com

د هرات ښار يو شمېر اوسېدونكي د دغه ښار د چاپېريال د ککړېدو له كبله اندېښنه لري او د چاپېريال ساتنې اداره په بې پروايۍ تورنوي.
ځينې هراتيان وايي، چې د دولتي او غير دولتي ودانيو ککړو اوبو، د کثافاتو ډېروالي او د زړو نقليه وسايطو شتون د دې ښار هوا لا ککړه کړې ده.
هغوى زياتوي، چې د هوا د ښه کولو لپاره د چاپېريال ساتنې اداره بايد ضروري اقدامات وكړي.
په همدې حال کې د هرات د چاپېريال ساتنې رئيس نصير احمد فضلي وايي، پلان لري، چې د هوا د پاکوالي لپاره د شنه کمربند پروژه پلې كړي.
نوموړى زياتوي، د دې پروژې پلان جوړ شوى، خو کافي بوديجه نه لري، چې عملي يې كړي.
د فضلي په خبره، د هوا د پاک ساتلو لپاره يې د يو شمېر حمامونو او د خښتو بټيو د فعاليت پر مخنيوي سربېره د ۱۸۶ زړو موټرونو فعاليت هم درولى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد د جزا په قانون کې د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي لپاره پر هغو كسانو له پنځو تر لسو زرو افغانيو جريمه وضع شوې، چې چاپېريال ككړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA