ads

فارياب او جوزجان ولايتونو کې نن يو مياشتني پوځي عمليات پيلېږي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نن به په فارياب او جوزجان ولايتونو کې يو مياشتني پوځي عمليات پيل شي.

نویسنده: sarwan
21 لیندۍ 1396
فارياب او جوزجان ولايتونو کې نن يو مياشتني پوځي عمليات پيلېږي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نن به په فارياب او جوزجان ولايتونو کې يو مياشتني پوځي عمليات پيل شي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دا عمليات په يادو ولايتونو كې د داعش ډلې او د دولت د نورو وسله والو مخالفينو په ضد پيلېږي.
ده په جوزجان او فارياب کې د فرانسوي ترهګرو د شتون په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته كړه، چې د فرانسوي ترهګرو د موجوديت په اړه يې راپور نه دى ترلاسه کړى، خو په افغانستان کې چيچيني، پاکستاني او ايراني بهرني ترهګر موجود دي.
د راپورونو له مخې، د جوزجان يو شمېر اوسېدونکو او ځايي چارواکو ويلي، چې ځينې فرانسويان، سوډانيان، چيچينايان او ازبکستانيان د دې ولايت په درزاب ولسوالۍ کې داعشيانو ته پوځي روزنه ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA